د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي په کورونا اخته شوي

لیکنه: محمد صابر حمیدي

ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې.
د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملي لوبډله د روانې جون میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي.
پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي.
پرون دوشنبه پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټيسټ ورکړ، چې د دریو لوبغاړو شاداب خان، حیدرعلي او حارث روف د کورونا ټیسټونه پکې مثبت وختل.

په همدې موخه یاد درې لوبغاړي د انګلستان له سفر څخه محروم شول.
پاکستانۍ لوبډلې له دې مخکې د انګلستان سفر ته د شاداب خان، حیدري علي او حارث روف په شمول ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه، چې په دې ډول ده.
عابد علي، فخر زمان، امام الحق، شین مسعود، اظهر علي، بابر اعظم، اسد شفیق، فواد عالم، حیدر علي، افتخار احمد، خوشدیل شاه، محمد حافیظ، شعیب ملک، محمد رضوان، سرفراز احمد، فهیم اشرف، حارث روف، عمران خان، محمد عباس، محمد حسنین، نسیم شاه، شهین شاه افریدی، سهیل خان، عثمان شینواری، وهاب ریاض، عماد وسیم، کاشف بټي، شاداب خان او یاسر شاه.
د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په دریو شل اوریزه لوبو کې بیا بابر اعظم ته ور تر غاړې ده.
انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.
همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.
دا ټولې لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کېږي.
ټاکل شوې پاکستانۍ لوبډله د دویم ځلي لپاره سبا چهارشنبه بیا د کورونا ټيسټ ورکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.