افغانستان سرسکالو سیاست نړۍ

پاکستان افغانانو ته د ویزې سهتولتونه برابروي

خبر/ حنیفه مومند

پاکستان افغانانو ته د ويزو ورکولو خدمتونو کې د سهولتونو د رامنځته کېدلو خبر ورکړ.

د آوا د خبر له مخې، اسد قیصر د پاکستان د مجلس ریيس وايي، چې افغان سوداګرو ته د ویزې صادرولو په سیسټم کې تغییرات به، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په پراختیا کې مرسته وکړي.

قیصر دا مطلب په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د سرپرست رحمت الله قطره سره شریک کړی دی.

د پاکستان سفير هم تېره اونۍ په کابل کې رسنيو ته ويلي وو، داسې طرحه يې وړاندې کړې، چې په اساس به يې، هېواد د زدکړيالان، سوداګرو، پانګه والو او ناروغانو ته د ویزې ورکړې اسانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حنیفه مومند ، کابل

تبصره مو ولیکئ