سیاست نړۍ

اوبو وړی ځګ ته لاس اچوي؛ پاکستان پرخپلو ځینو ترهګرو ډلو بندیزونه لګولي

لیکنه: بشر درویش
اعلان

پاکستاني چارواکو ترهغې وروسته چې په نړیواله کچه یې هېواد د ترهګرۍ په ملاتړ خورا ډېر بدنامه او تحقیر شو، اوس پر خپلو ځینو ترهګرو ډلو نوي بندیزونه اعلان کړي.

دا بندیزونه ترهغې وروسته لګول شوي، چې پاکستان د هند د بریدونو له بالقوه خطر سره مخ دی.

د پاکستان دغه ګاونډي دښمن پرخپلو سرتېرو د پاکستاني ترهګرو تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان دننه د جیش محمد په نوم د بریدګرې ډلې مرکزونه بمبار او د ۳ سوو ترهګرو د وژلو ادعا وکړه.

د بندیزونو جزیات
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دولت یې پخپل قلمرو کې د ګڼو هغو ډلو فعالیتونه تړلي او اموال یې توقیف کړي، چې د ترهګریزو فعالیتونو تور ورباندې دی.

د نوموړي په وینا په دې برخه کې دومره جدیت شوی، چې ان د تورنو ډلو امبولانس موټرونه هم ودرول شوي.

د ده په وینا هغه ملکیتونه او عایداتي سرچینې هم مصادره کیږي، چې د یادو ډلو اړوند دي.

ولې د بهرنیو چارو وزارت ویاند غږیدلی؟
په ډېرو هېوادونو کې داسې کورني او د ملي امنیت اړوند موضوعات د امنیتي بنسټونو چارواکي او ویاندویان اعلانوي.

د پاکستان د دې بندیزونو اعلان، هغه هم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وسیله څرګندوي، چې دغه هېواد له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له کبله سختو نړیوالو فشارونو وارخطا کړی.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خوله د وروستیو بندیزونو له اعلان سره هڅه وکړه، چې قهریدلي نړیوال تر یوه حده نرم او ځان ورته له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ملګری وښيي.

له هنده ډار
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر پاکستان تر یو ځل هوایي بریدونو وروسته ګواښ وکړ، چې بیا به هم د پاکستان په خاوره کې ترهګر په نښه او بریدونه به پرې وکړي.

د پاکستان وروستي اعلانونه له هند څخه د دغه هېواد له وېرې هم سرچینه اخلي.

اقتصادي موخې
پاکستان تېرکال له ترهګرۍ څخه د ملاتړو هېوادونو په نړیوال خړ لیست کې شامل شو.

دغه هېواد د سختو اقتصادي ستونزو سره د لاس و ګرېوان توب پر وخت په خړ لیست کې له شاملیدو څخه سخته اقتصادي صدمه ولیده.

اوسنی صدراعظم عمران خان، چې د پاکستان د کړکېچن اقتصاد مهارول یې ټولو نه لویه وعده ده، د ترهګرو ډلو پرضد د ظاهري اقداماتو یو هدف دا ګڼل کیږي، چې له خړ لیست څخه یې هېواد تور لیست ته شامل نه شي.

په خړ لیست کې د پاکستان د نوم شاملیدو د دغه هېواد پر اقتصاد بدې اغېزې کړي، په ځانګړي ډول دغه هېواد ته یې د بهرنیو پانګونو مخه نیولې ده.

د ځان ژغورنې نورې هڅې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان غوښتنه منلې او له هند سره یې د دغه هېواد منځګړتوب ته غاړه ایښې ده.

اردوغان ته څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم ټلیفون کړی و، څو له هند سره یې ستونزه حل او منځګړتوب وکړي.

د اردوغان ترڅنګ عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو سرمنشي او یو شمېر نورو لوړپوړو بهرنیو او نړیوالو مشرانو ته هم د منځګړتوب د غوښتنې لپاره زنګونه وهلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ورته په دې ټکیو سخت ځواب ورکړ: هند پر پاکستان نه، پر ترهګرو برید کړی.

له دې سره د پاکستان د پارلمان ریس د نړۍ ۱۷۸ پارلمانونو ته لیکونه لیږلي او له هند نه یې شکایت ورته کړی.

د پاکستاني پارلمان ریس دغه راز اندیښنه ښودلې، چې هند به یې د هېواد پولې او حریم بیا وګواښي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي