لیکنه: محمدصابر حمیدي
ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې له اوږده ځنډه وروسته یو د بل پر وړاندي درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړي.
انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.
همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.
دا ټولې لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کېږي.
پاکستان د انګلستان پر وړاندې لوبو ته دا ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړې:
عابد علي، فخر زمان، امام الحق، شین مسعود، اظهر علي، بابر اعظم، اسد شفیق، فواد عالم، حیدر علي، افتخار احمد، خوشدیل شاه، محمد حافیظ، شعیب ملک، محمد رضوان، سرفراز احمد، فهیم اشرف، حارث روف، عمران خان، محمد عباس، محمد حسنین، نسیم شاه، شهین شاه افریدی، سهیل خان، عثمان شینواری، وهاب ریاض، عماد وسیم، کاشف بټي، شاداب خان او یاسر شاه.
د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور تر غاړې ده.
له انګلستان سره د دریو شل اوریزه او د دریو بیا یو ورځنیو سیالیو لپاره پاکستان کرکټ ملي لوبډله د روانې جون میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي او له هغه وروسته د سیالیو تر پیله تمرینونه ترسره کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې تر سفر مخکې به پاکستانۍ لوبډله په پاکستان کې دوه ځلې ټیسټ شي.
د پاکستاني کرکټ بورډ په خبره، چې پاکستاني لوبغاړي به لومړی ځل به په دوشنبه او دویم ځلي به بیا د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ ټیسټ شي.
یاد بورډ وايي، که د هر لوبغاړي ټیسټ مثبت وو، د انګلستان له سفره به پاتې شي.