سپورټ کرکټ

په پاکستان کې سوداګریزې کرکټ‌سیالۍ له اوږده ځنډه وروسته بیاپیلېږي

سپورټ یاران

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د پي اېس اېل پنځم پړاو وروستۍ څلور لوبې به د څلورو لوبډلو ترمنځ په نومبر کې په لاهور ښار کې ترسره شي.

یاد لیګ چې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۰ مه په لاهور کې د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوی، د مارچ میاشت په ۱۷ مه نېټه د کورونا ویروس له امله وځنډول شو.

د دې لوبو ۳۰ لوبې ترسره شوې وې او یوازې وروستۍ څلور لوبې یې پاتې وې، چې د پاکستان کرکټ بورډ  کورونا ویروس د لا خپرېدو له وېرې وځنډولې.

کراچۍ کېنګز، پېښور زلمي، لاهور قلندرز او ملتان سلطان هغه لوبډلې دي، چې د دې لوبو تر محوه کوونکو یا اېلېمېنېټر او غوراوي یا کوالیفایر پړاو ته رسېدلي دي.

د نومبر په ۱۴ مه نېټه لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز کوالیفایر لوبه کوي او په همدې ورځ دویمه لوبه کې پېښور زلمي له ملتان سلطان سره مخ ده.

پېښور زلمي او سلطان لوبډلو کې چې هره لوبډله لوبه وبایلي، له سیالیو بهر کېږي او کومه لوبډله چې لوبه وګټي، د لومړۍ لوبې بایلونکې لوبډلې سره لوبه کوي.

په لومړۍ لوبه کې چې هره لوبډله لوبه وګټي سیده پایلوبې ته ځي او بایلونکې لوبډله د دویمې لوبې ګټونکې لوبډلې سره د پایلوبې تګ لپاره لوبه کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې لوبې به د ننداره کوونکو په نشتون کې د لاهور په قدافي لوبغالي کې ترسره شي.

د سي پي اېل اتلولۍ

۲۰۱۶م کې یې لومړی پړاو اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې وګاټه، دویم پړاو یې ۲۰۱۷ کې پېښور زلمي وګاټه، ۲۰۱۸ کال کې یې درېیم پړاو ترسره شو، چې اسلام اباد یونایټېډ یې اتلولي واخیسته.

څلورم پړاو یې ۲۰۱۹ کې وشو، چې اتلولي یې کوېټې لوبډلې واخیسته او پنځم پړاو کې اوس بیا څلور لوبډلې د اتلولۍ په پار د نومبر په څوارلسمه قدافي لوبغالي ته ځي.

د دې لوبو په لومړي پړاو کې محمدنبي عیسی خېل او نور افغان لوبغاړي اخیستل شوي وو او د کوېټې لوبډلې لپاره محمدنبي عیسی خېل یوه لوبه کې غوره لوبه کړې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ