اپریل 13, 2021

پاکستاني کرکټ لوبغاړو ته په څلورو لیګونو کې د لوبېدو اجازه ورکړل شوه

Advertisements

یاران سپورټس
د پاکستان کرکټ بورډ د جمعې پر ورځ پرېکړه کړې چې د دوی ۱۹ کرکټ لوبغاړي د کال په اوږدو کې په څلورو غوره کرکټ لیګونو کې لوبېدلای شي.
په دې پرېکړه کې ویل شوي، چې پاکستاني کرکټ لوبغاړي کولای شي د کورنیو یا ډمېسټېک او ملي کچه لوبو سربېره نورو هېوادونو کې لیګونه وکړي او لوبې ترسره کړي.
مخکې په پاکستانیو کلیدي لوبغاړو باندې د ټول کال په اوږدو کې په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو بندیز و.
یوازې د څو محدودو میاشتو لپاره لوبغاړو کولای شول، چې په نورو سوداګریزو کرکټ لیګونو کې ولوبېږي.
په ۲۰۱۸م کې په دې اړه خبرې شوې وې، چې پاکستانیو لوبغاړو ته په نورو لیګونو کې په بشپړ ډول د لوبېدو اجازه ورکړل شي، خو کرکټ بورډ یې اوس راضي شو چې د لوبډلې کلیدي لوبغاړو ته په لیګونو کې د لوبېدو چانس ورکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ مخکې هغو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوله، چې د ملي لوبډلې کنټرکټ یا قرارداد یې درلوده، یوازې به د پاکستان په لوبډله کې لوبېدل.
د پاکستان کرکټ بورډ لوبغاړو ته د کټګورۍ پر اساس درجې یا ګرېډونه ټاکلي دي.
چې پکې د ای بي سي او ډي ګرېډونو یا درجه باندې وېشل شوي.
هغه لوبغاړي چې د کال په اوږدو کې ورته د لوبډلې ډېره اړتیا وه، په نورو لیګونو کې په ډېر محدود یا موقوت وخت سره لوبېدل او بېرته به ژر لوبډلې ته ستنېدل.
خو اوس به له دې وروسته د ډېر وخت لپاره په نورو سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي.
خو په دې پرېکړه کې د افغانستان او هندوستان سوداګریزو لیګونو په اړه څه نه دي ویل شوي، چې ایا پاکستاني لوبغاړو ته به اجازه وي، چې ولوبېږي او که نه.
په آی پي اېل کې پاکستاني لوبغاړو ته که د پاکستان کرکټ بورډ اجازه هم ورکړي، خو د هندوستان کرکټ بورډ نه غواړي،  چې په آی پي اېل کې پاکستاني لوبغاړي ولوبوي.
د هندوستان او افغانستان لیګونو پرته د نړۍ په نورو لیګونو، لکه بېګ باش، بلاسټ، سي پي اېل، بي پي اېل، ټي ټېن، ګلوبل، مزانسي او نورو کرکټ لیګونو پاکستاني لوبغاړي لوبېږي، خو د افغانستان او هندوستان په لیګونو کې یې په لوبېدو یې یا خپل کرکټ بورډ بندیز لګولی او یا یې هم مقابل کرکټ بورډونه نه قبلوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ