یاران سپورټس
د پاکستان کرکټ بورډ د پنجشنبې پر ورځ د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې په ای، بي، سي او ډي کټګوریو کې له یاد کرکټ بورډ سره لوبېږي.
په دغو کټګوریو کې الف یا ای درجه کې بابراعظم، ازهر علي، شاهین افریدي او ځینې نور لوبغاړي شامل دي، چې د هر یوه کلنی معاش یو اعشاریه یو میلیون پاکستانۍ کالدارې کېږي.
په بي درجه یا ډلبندۍ کې بیا ۹ لوبغاړي شامل دي، چې پکې عابد علي، اسد شفیق، حارث سهیل، محمد عباس، محمد رضوان، سرفراز احمد، شاداب خان، شان مسعود او یاسرشاه شامل دي.
د دوی هر یو کلنی معاش ۷ لکه او ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې ټاکل شوی دی.
په سي درجه لوبغاړو کې هم شپږ لوبغاړي شامل دي، چې پکې عثمان شینواري، افتخار احمد، عماد وسیم، امام الحق، نسیم شاه او فخر زمان شامل دي.
د دوی هر یو کلنی معاش پنځه لکه او ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې دی.
په ډي کټګورۍ کې بیا درې ایمرجېنګ لوبغاړي شامل دي، چې حېدرعلي، حارث روف او محمد حسنېن شامل دي.
د پاکستان کرکټ بورډ د ایمرجېنګ لوبغاړو د معاش په اړه معلومات نه دي ورکړي.
په قرارداد کې درې چټک توپ اچوونکي له پامه غورځول شوي دي.
وهاب ریاض، محمد عامر او حسن علي درې هغه چټک توپ اچوونکي دي، چې د پاکستان لوبډله پرې ولاړه وه، له قرارداد څخه محروم کړل شوي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ په داسې حال کې د لوبغاړو قراردادونه او درجې خپرې کړې، چې د کرونا ویروس ویره لاهم شته او راروان اسیا جام ته هم د ګوتو په شمار شپې ورځې پاتې دي او د دې سربېره نړیوال شل اوریز جام ته هم شاوخوا ۵ میاشتې شته.
سرفراز احمد چې له دې وړاندې په الف درجه کې د لوبډلمشر په صفت لوبېده اوس، بي کټګورۍ ته غورځول شوی او له لوبډلمشریو هم لرې شوی دی.