اپریل 18, 2021

د پاکستان کريکټ سکواډونه او د ځوان شهنواز خوښي

د پاکستان کرکټ لوبډله د راتلونکې میاشتې په دویمه نېټه له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو او څلورو ټېسټ لوبو لړۍ پیلوي.

له دې وروسته به د همدې اپرېل میاشتې په وروستیو کې پاکستانۍ لوبډله زِمبابوې ته سفر کوي.

د پاکستان کرکټ لوبډله به درې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې له زِمبابوې سره وکړي.

د پاکستان سکواډونه

د ټېسټ لوبو لوبډله کې بابراعظم لوبډلمشر، محمد رضوان مرستیال لوبډلمشر، عابدعلي، عبدالله شفیق، عمران بټ، فواد عالم، ازهرعلي، سعود شکیل، سلمان علي اغا، فهیم اشرف، محمد نواز، سرفراز احمد، حارث روف، حسن علي، شاهین افریدي، شهنواز داني، تبیش خان، زاهد محمود، ساجد خان او نعمان علي.

په دې لوبه کې شهنواز داني چې خورا غریب لوبغاړی دی هم اخیستل شوی دی.

داني په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې زه له خپلې مور او پاکستان کرکټ بورډ څخه مننه کوو او شکر باسم.

د شل اوریزو لوبو لوبډله؛

بابراعظم لوبډلمشر، شاداب خان مرستیال لوبډلمشر، شارجیل خان، اصف علي، حیدرعلي، محمد حفیظ، دانش خان، فهیم اشرف، محمد نواز، محمد وسیم، محمد رضوان، سرفراز احمد، ارشداقبال، حارث رووف، حسن علي، محمد حسنین، شاهین افریدي او عثمان قدیر.

د یو ورځنیو لوبو لوبډله؛

بابراعظم لوبډلمشر، شاداب خان مرستیال لوبډلمشر، عبدالله شفیق، فخرزمان، دانش عزیز، امام الحق، سعود شکیل، حیدرعلي، فهیم اشرف، محمد نواز، محمد وسیم، محمد رضوان، سرافراز احمد، حارث رووف، حسن علي، محمد حسنین، شاهین افریدي او عثمان قدیر.

له سویلي افریقا او زِمبابوې څخه وروسته د انګلستان کرکټ لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې سره د پاکستان په کوربتو سیریز کوي.

له دې ورسته به د اسیا جام لپاره انتظامات نیول کېږي، خو پاکستاني کرکټ بورډ ویلي، چې سږ کال به اسیا جام نه ترسره کېږي او ښایي ۲۰۲۳ کال کې ترسره شي.