سپورټ کرکټ

د ۲۰۱۹ وروستۍ میاشتې او د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې ماتې

سپورټ یاران

د پاکستان کرکټ لوبډله چې د ۲۰۲۰ د مارچ تر میاشتې پورې په شل اوریزو لوبو درجه‌بندۍ کې لومړي مقام کې اوس یې د بخت کاسه چپه شوې او د پرله‌پسې لوبو بایللو له امله په شل اوریزو لوبو کې وروسته تګ کوي.

که څه هم په مارچ کې د کرکټ نړیوالې شورا نوې درجه بندي خپره کړه او په دغې درجه‌بندۍ د پاکستان کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له لومړي مقام څخه څلورم مقام ته شاته شوه، خو لا هم د دې لوبډلې لپاره د شاتګ وېره شته او کېدای شي، پنځم مقام ته وروسته شي.

انګلستان په شل اوریزو لوبو کې دویم ځای لري او اسټرالیا لومړي مقام کې ده، که انګلستان له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې وګټي؛ نو د اسټرالیا لوبډلې د شاته کېدو او د انګلستان د مخکې تګ چانس زیات دی.

۱۵ شل اوریزې لوبې او د پاکستان ریکارډ

د ۲۰۱۹ وروستیو میاشتو راهیسې د پاکستان کرکټ لوبډلې ډېری شل اوریزې لوبې بایللي او دې چارې دې لوبډلې ته په نړیوال رېنکېنګ کې لوی زیان رسولی دی.

سریلانکا په درې شل اوریزو لوبو کې پاکستانۍ لوبډله په لاهور کې ماتې کړه.

ورپسې د پاکستان لوبډلې له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې په شل اوریزو لوبو کې ماته وخوړه.

پاکستان د ۲۰۱۹ له وروستیو میاشتو او د ۲۰۲۰ په اګسټ میاشت کې ښې لوبې نندارې ته نه دي وړاندې کړي او په ۱۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۹ لوبې بایللي او یواځې درې لوبې یې ګټلي دي. د دې لوبډلې درې لوبې بې پایلې شوي دي.

د انګلستان او پاکستان کرکټ لوبډلې د سه شنبې په ماخستن ۹ نیمې بجې درېیمه شل اوریزه لوبه کوي او که دا لوبه انګلستان وګټي، نو د شل اوریزو لوبو لړۍ به په خپل نوم کړي.

دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه باران بې پایلې کړه او دویمه لوبه انګلستان په ښه انداز وګټله.

د پاکستان د سیریز له پای ته رسېدو وروسته د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د سپټمبر  په ۴ مه د درې شل اوریزو  او درې یو ورځنیو لوبو پیل کوي.

د اسټرالیا لوبډله اوس په انګلستان کې ده او هلته یې په خپلو کې تمریناتي لوبې پیل کړي دي.

pak t20.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ