د PSL لیګ غوره یوولس کسیزه لوبډله او پکې د دوو افغان لوبغاړو شتون

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو او ګټونکې لوبډله یې

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ماخستن د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه.

یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکی.

کله چې پېښور زلمي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې او په ۴۷ منډو توپیر یې ماته وخوړه.

په دې سره ملتان سلطانز لوبډلې د لومړي ځل لپاره په یاد لیګ کې اتلولۍ ته ځان ورساوه.

بل پلوه بیا پېښور زلمي لوبډلې څلور ځلې پایلوبې ته ځان رسولی، چې یوازې په ۲۰۱۷م کال کې توانېدلې، چې لومړی مقام وګټي، خو پاته نور درې ځلې یې بیا دویم مقام ګټلی.

دا د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو و، چې په لومړي پړاو کې اسلام اباد، دویم پړاو کې پېښور زلمي، په درېیم پړاو کې اسلام اباد، څلورم پړاو کې کویټه ګلډیټرز، پنځم پړاو کې کراچي کینګز او شپږم پړاو کې بیا ملتان سلطانز لوبډلې اتلولي خپله کړه.

 

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو غوره یوولس کسیزه لوبډله

 

له هغه وروسته چې د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو پای ته ورسېد، ددې لیګ مسئولینو غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې دوه افعان لوبغاړي راشدخان ارمان او حضرت الله ځاځی هم پکې شتون لري.

غوره یوولس کسیزه لوبډله: حضرت الله ځاځی، بابر اعظم، کولين مونرو، صهيب مقصود، محمد رضوان، اصف علي، وهاب رياض، راشد خان، حسن علي، شاهين افريدي او شهنواز ډهني شامل دي.

په یاده لوبډله کې لوبډلمشري محمد رضوان ته ورکول شوې، چې خپله لوبډله ملتان سلطانز یې اتلولۍ ته ورسوله.

 

 

 

وروستي مطالب