مارچ 3, 2021

د پاکستان د روغتیايي سکتور اصلي څېره؛ یوه ډاکټر یې لسګونه تنو ته ایډز ویروس لېږدولی

د پاکستان د روغتیایي سکتور په اړه به مو ډېرې نورې نادودې اوریدلې وي، نن مو له یوې بلې خبروو!
ایډز خورونکی ډاکټر
د پاکستان حکومت ویلي، چې یو ډاکټر یې لسګونه کسانو ته د ایډز ویروس د لېږدونې په تور نیولی.
د پاکستان د عامې روغتیا وزارت د دغه ډاکټر نوم او د دندې ځای نه دی مشخص کړی، خو ویلي چې دا کس د ۶۷ ماشومانو په ګډون ۹۳ تنو ته د ایډز ویروس په لېږدولو تورن دی.
د دغه ډاکټر په اړه نه دي ویل شوي، چې شخصي فعالیت یې کاوه، که په کوم دولتي یا خصوصي روغتون کې یې دنده لرله.
چارواکو ویلي، چې یاد شوي ډاکټر د پیچکارۍ په وسیله دغو کسانو ته د ایډز ویروس انتقال کړی دی.
د دغې قضیې په اړه نور ډېر جزیات هم رسنیز شوي نه دي.
د پاکستان پر روغتیایي سکتور نور تورونه
د پاکستان روغتیایي سکتور له ګڼو نورو ورته تورونو سره هم مخ دی؛ دا سکتور تورن دی، چې د درملنې په نیت ور وړل شوي د افغان ملي ځواکونو ګڼو سرتېرو ته یې زهري پیچکارۍ کړي او وژلي یې دي.
همدا شان پردې ډېرځله تورن شوی، چې د ځینو عملیات کیدونکو کسانو پښتورګې یا د وجود نورې برخې یې ویستي او پر نورو ناروغانو یې پلورلي.
د پاکستان روغتیایي سکتور د نړۍ له بدنام ترینو او له درغلۍ ډکو روغتیایي سکتورونو څخه ګڼل کیږي.
خو پاکستاني چارواکي ټول تورونه نه مني او اکثره یې دروغجن او تبلیغات ګڼي.
پر ټولو روغتیایي سکتورونو تورونه
د ایډز په شان د خطرناکو ویروسونو په اړه یو نظر دا دی، چې داسې ویروسونه د نړۍ یو شمېر هېوادونه خپله په دې موخه تولیدوي، چې د درملنې لپاره یې پراخې اقتصادي ګټې وکړي.
د نړۍ د زبرځواکو هېوادونو منتقدین تور لګوي، چې ورته کارونه تر ډېره د ځینو پرمختللو هېوادونو روغتیایي سکتورونه خپله کوي.
د دوی په باور دا سکتورونه اول ځینو خطرناکو ویروسونو ته پراخ او په نړیواله کچه تبلیغات کوي او بیا یې د درملنې لپاره د نوښتونو خبر ورکوي.
د منتقدینو په وینا د دې لپاره، چې دا ویروسونه عام او لا یې خطرجدي وګڼل شي، د پاکستان د روغتیايي سکتور په شان ځینې بې وجدانه ډاکټران د ویروسونو په خورولو او مراجعینو ته په لېږدولو کې مرسته کوي.