فبروري 27, 2021

د پاکستان او هالنډ ترمنځ د لوبې ځنډېدل

لیکنه: بهار سمسور
تېر کال د هالینډ کرکټ بورډ خبر ورکړی و، چې له پاکستانۍ کرکټ لوبډلې سره یې ځينې لوبې ۲۰۲۰م کې ترتیب شوې، چې دا يې د ځان لپاره ستره لاس ته راوړنه هم یادوله، خو اوس پاکستاني لوري خبر ورکړی، چې دې هېواد ته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سفر د کرونا وبا له وجې ختم کړل شوی او بل چانس کې به بله پرېکړه کېږي، چې آیا دا سفر دې وشي که نه.
پاکستان به په دې اوږد سفر کې نه یوازې د هالېنډ دوره کړې وی، بلکې د ایرلېنډ سره يې هم د لوبو لړۍ پلان شوې وه او ورپسې به ګاونډي انګلستان ته هم د ټېسټ او لنډ فارمټ لوبو لپاره پاکستانۍ لوبډلې سفر کړی وی، خو انګلستان لا له وړاندې په کور دننه د کرکټ دروازې تړلې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*