سپورټ کرکټ وزش او تمرین

پاکستاني لوبغاړو په نیوزیلنډ کې د کرایسچرچ جومات د پيښې له قربانیانو سره وکتل

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړو په نیوزیلنډ کې د کرایسچرچ جومات د پيښې له قربانیانو سره وکتل او له هغوی سره یې خواخوږي وښودله.

د کرایسچرچ په النور جومات کې د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې یوه سپین پوستي سړي ډزې کړې وې، چې ۵۱ کسان یې وژلې وه.

پاکستانۍ لوبډله په نیوزیلنډ کې

د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې اوس د نیوزیلنډ په کوربتوب د دوو ټیسټ سیالیو له ډلې په دویمه ټیسټ لوبه بوخت دي.

د دې لوبې په لومړۍ پاڼې کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۹۷ منډو وسوځېدله.

د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه نیوزیلنډ بریا خپله کړې وه.

تر ټیسټ سیالیو مخکې دې دوو هیوادونو د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې یاده لړۍ نیوزیلنډ ۲ پر ۱ د پاکستان څخه وګټله.

د یادي لړۍ په لومړۍ او دویمه لوبه کې نیوزیلنډ، خو په درېیمه کې بیا پاکستان بریا خپله کړې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ