مارچ 9, 2021

د پاکستان د سوداګریزو کرکټ لوبو وروستۍ لوبې د نومبر په ۱۴ مه پېلېږي

Advertisements

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د پي اېس اېل سوداګریزو کرکټ لوبو پلی اف لوبې به د نومبر په ۱۴ مه نېټه پیل شي.
یادې لوبې د مارچ میاشت په ۱۶ مه نېټه د کرونا ویروس د شدت له امله ځنډول شوې وې.
د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې د نومبر په ۲۲ مه په لاهور او کراچۍ ښارونو کې پیل شوې وې او ۶ لوبډلې پکې ګډونوالې وې.
پېښور زلمي، کوېټه ګلایئډیئټرز، لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټېډ، کراچي کېنګز او ملتان سلطان لوبډلې ولوبېدې.
پېښور زلمي، لاهور قلندرز، ملتان سلطان او کراچي کېنګز لوبډلې پلی اف پړاو ته وتلي دي.
پېښور زلمي کرکټ لوبډله له لاهور قلندرز سره په محوه کوونکې لوبه کې مخ ده، هره لوبډله چې لوبه وګټي، هغه د لومړي غوراوي پړاو بایلونکې لوبډلې سره لوبه کوي او بایلونکې لوبډله له سیالیو بهر کېږي.
د کراچۍ کېنګز او ملتان سلطان ترمنځ د لوبې ګټونکې لوبډله سیده پایلوبې ته ځي او بایلونکې لوبډله یې د پېښورزلمي او لاهور قلندرز ترمنځ له ګټونکې لوبډلې سره مخ کېږي.
د دې لوبو پایلوبه د نومبر په ۱۷ مه په کراچۍ ملي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د پي اېس ایل ګټونکې لوبډلې

یادې لوبې په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوی، چې لومړی پړاو یې اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې وګاټه او پایلوبه کې یې کوېټې ته ماته ورکړه او اسلام اباد په ۶ وېکټو لوبه وګټله او اتلولي یې ترلاسه کړه.
په ۲۰۱۷ کې اتلولي پېښور زلمي وګټله او پایلوبه کې یې کوېټې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه.
په ۲۰۱۸ کې اتلولي اسلام اباد یونایټېډ وګټله او پایلوبه کې یې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۳ وېکټو ماته وګټله.
په ۲۰۱۹ کې یې اتلولي کوېټې لوبډلې وګټله او پایلوبه کې یې پېښور زلمي ته په ۸ وېکټو ماته ورکړې وه.
په ۲۰۲۰ کې هم لوبدلې هڅه کوي، چې اتلولي واخلي.
سږ کال په دې لیګ کې توپیر دا و، چې ټولې لوبې یې د دوبۍ پر ځای په پاکستان کې ترسره شوې؛ خو د کرونا ویروس له امله ځنډول شوې وې او د نومبر په ۱۴ مه به یې پاتې لوبې ترسره شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ