سپورټ کرکټ

زِمبابوې په سوپر آور کې پاکستان ته ماتې ورکړه

زِمبابوې چې پاکستان ته د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی.

د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د سه شنبې په ماخستن پای ته ورسېده، چې دوه د یو پر وړاندې پاکستان وګټله.

لومړۍ لوبه پاکستان په ۲۶ منډو ګټلې وه، دویمه لوبه پاکستان په ۷ وېکټو ګټلې وه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې زِمبابوې خورا ځواکمنه مبارزه وکړه او لوبډله یې له وایټ واش څخه وژغورل شوه.

درېیمه یو ورځنۍ لوبه، سوپر اوور او د زِمبابوې بریا

زِمبابوې لومړی توپوهنه وکړه، یادې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د برېنډن ټایلر د ۵۶ منډو او د شین ویلیمس د ۱۱۸ منډو په مرسته ۲۷۸ منډې وکړې.

شاهین افریدي د زِمبابوې درې وېکټې وسوځولې.

د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابراعظم ۱۲۵ منډې او وهاب ریاض ۵۲ منډې ترسره کړې.

د دواړو لوبډلو منډې مساوي شوې.

بلېسېنګ موزرباني ۵ وېکټې واخېستې.

سوپر اوور کې پاکستان ۳ منډې وکړې او زِمبابوې پرته له کومې وېکټې له سوځېدو پوره کړې او د سوپر اوور لوبه یې په ۲ وېکټو وګټله.

د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی موزرباني او د ټول سیریز غوره لوبغاړی بابراعظم وپېژندل شو.

دواړه لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د نومبر په ۷ مه پېلوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ