افغانستان سرسکالو سوله سیاست نړۍ

«کیدای شي د پاکستان اټومي وسلې د ترهګرو لاس ته ولويږي»

ژباړه: عایشه حیدري

ځینې افغان سیاستوالو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د ورځ تر بلې زیاتېدونکي رول په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ويلي يې دي چې د دغه ډول رول په زیاتېدلو سره کېدای شي د پاکستان اټومي – تکتیکي وسلو ته د تروریستي ډلو د لاسرسي شونتیا کچه تر پخوا لا لوړه شي.

له صبح کابل څخه په نقل د اسپوټنیک راپور د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل له خولې لیکي، لکه څنګه چې پاکستان پر تروریستي ډلو تسلط لري، بل خوا ځينې نورې ډلې بیا د پاکستان په نظامي سیسټم کې هم پراخ نفوذ لري.

Nabil.jpg

هغه په ۲۰۱۱ ، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د پاکستان پر نظامي اډو د القاعدې بریدونو ته په اشارې زیاتوي چې که د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول محدود نه شي، ډېر احتمال شته چې سیمه‌ییزې او نړیوالې تروریستي ډلې د پاکستان اټومي او تکتیکي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.

ښاغلي نبیل د پنجشنبې پر ورځ (د وږي ۶مه) د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ د وروستي تحقیق د خپراوي په غونډه کې وويل چې په‌ تېرو اوو کلونو کې د پاکستان په مهمو نظامي اډو د تروریستي ډلو څو بریدونه په داسې ځایونو وو چې هلته د پاکستان اټومي وسلې ساتل کېدای چې له دې ډلې اسلام اباد ته څېرمه د بادابر پر هوايي نظامي اډې د ۲۰۱۵ برید.

په ۲۰۱۱ کې د کراچۍ پر نظامي اډې برید او په ۲۰۱۴ کې پر ذولفقار کښتۍ برید د یادونې وړ دی، چې د استخباراتي سازمانونو د مالوماتو پر بنسټ په دغو ځایونو کې د پاکستان اټومي وسلې ساتل کېدلې.

د افغانستان د ملي امنیت د پخوانی رییس په وینا چې له دغو بریدونو وروسته د پاکستان لسګونه جنرالان له تروریستي ډلو سره د همکارۍ په جرم نیول شوي او اعدام شوي دي، دا په خپله د پاکستان په پوځ کې د دغو ډلو د نفوذ څرګندونه کوي.

د دې افغان سیاستوال په وینا د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول په پیاوړتیا، له تروریستي ډلو سره د پاکستاني نظامیانو  دوه اړخیزې اړیکې تر پخوا لا ډېرې شوې دي، او احتمالي خطر په یقیني خطر بدل شوی دی.

نبیل د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه چې، مونږ د افغانستان د اوسیدونکو او سیاستوالو په توګه، د دې لپاره چې په ډېرو برخو کې پاکستان ته د ویټو واک ورکړل شوی دی، د اندېښنې حق لرو، اندېښنه او پوښتنه بیه نه لري، خو د تېرو څلویښت کلنو سختو تجربو ته په پام د پټو سترګو او ډېر خوشبینانه چلند لوړه بیه لري.

له طالبانو سره د مرکچي پلاوي یوې غړې فوزیه کوفي هم د سولې او جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ کې وویل چې تفوق غوښتنې چلند، د امریکا د ټاکنو پایلې او د نظام دننه سیاسي شخړې هغه درې لاملونه دي چې د افغانانو تر منځ یې د سولې خبرې اترې اغېزمنې کړې دي.

مېرمن کوفي ټینګار کوي چې له طالبانو سره تر سولې وروسته به هم په افغانستان کې وسلوالې شخړې دوام ومومي؛ خو د هغې په وینا اوس مهال طالبان تر ټولو جدي ګواښ دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ریس له دغو خبرو سره هم مهاله پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک لاسليک کېدنه او همدارنګه د اوربند ټينګښت د پاکستان له ونډې پرته ناشونی و.

سرچینه: سپوتنیک

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ

2 تبصرې