د پاکستاني یاسر شاه ۸ ویکټو نیوزیلینډ ته سر خوږی جوړ کړ

 په متحده عربي امارتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو په دویمه پیل شوې لوبه کې پاکستاني لیګ بریګ بالر یاسر شاه نیوزیلینډي لوبغاړي راګیر کړل.

نوموړي په دویمه ټیسټ سیالۍ کې د پاکستانۍ لوبډلې د ۴۱۸ منډو جوړلو وروسته د نیوزیلینډي توپ وهونکي په ځوابي لوبه کې را ایسار کړل، چې ټوله لوبډله یې په ۹۰ منډو سره وسوځیده او پاکستان ته یې د ۳۲۸ منډو مخکې والی ورکړ.

یاسر شاه د نیوزیلینډۍ لوبډلې ۸ لوبغاړي وسوځول، چې ورسره د دغه لوبډلې د بیټینګ لاین اف سقوط وکړ.

پاکستانۍ لوبډلې د ۳۲۸ منډو مخکې والي فرصت څخه په ګټې اخیستنې نیوزیلینډۍ لوبډله دویم ځل توپ وهنې ته را بللې، چې بیا ځلې پرې د یاسر سره سترګې سرې ښکاري او لمړۍ ویکټ یې هم اخیستې ده.

 متحده عربي امارتو ته د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د رسمي سفر په ترڅ کې درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ یا ۵ ورځینۍ لوبې پلان شوې وې، چې یواځې وروستۍ ټیسټ لوبه یې لا هم پاتې ده.

په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د ۴ منډو په توپیر سره ماته ورکړې وه، خو په دویمه سیالۍ کې اوس پاکستانۍ لوبډله برلاسې ښکاري.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه سیالیو لړۍ د تیرې اکټوبر میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نېټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوه، چې د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ کې پاکستان ۳ د ۰ مقابل کې د نیوزیلینډ خلاف بریاوې خپلې کړې او د یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو په سیریز کې دواړو لوبډلو یوه یوه بریا خپله کړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ لوبو روان سیریز به د راتلونکې ډیسمبر میاشتې تر ۷ مې نېټې پورې دوام وکړي.

هغه ښځه چې په غرونو کې د اوبړۍ او وښو په خوړلو ژوندۍ او ۶میاشتې وروسته وموندل شوه

لیکوال: مهر تاج - برخه : ځوانان او زده کړې

دغه ۴۷ کلنه ښځه، چې له شپږو میاشتو راهیسې ورکه وه، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوندۍ وموندل شوه، چېرته چې هغې یوازې د اوبو، ​​واښو اوجوارو په خوړو ژوند کاوه. د متحده ایالاتو په ... نور ولولئ