پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې اعلان او تمریناتې کمپ وځنډاوه؛ علتونه یې

ټاکل شوې وه، پرون جمعه پاکستان کرکټ بورډ د افغان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې دریو یو ورځنیو لوبو ته خپله لوبډله اعلان کړي، خو د لوبډلې د اعلان ترڅنګ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د چمتوالي تمریناتي کمپ هم وځنډاوه.

 

علتونه یې

 

پاکستاني رسنیو د پاکستان کرکټ بورډ په حواله راپور ورکړی، پاکستان ځکه د خپلې لوبډلې اعلان او تمریناتي کمپ وځنډاوه، چې د افغانستان پر وړاندې د دریو لوبو دقیقو نېټو او سریلانکا ته د افغان لوبډلې سفر ته په تمه دي.

 

یادو راپورونو کې د پاکستاني کرکټ بورډ په حواله ویل شوي، تر هغې چې د کوربه ‹‹افغان›› لوبډلې له لوري د لوبو دقیقې نېټې او د سفر پلان نه وي برابر شوی، د دوی د لوبډلې اعلان او تمریناتي کمپ به ځنډېدلی وي.

 

دا خبرې پر داسې مهال کیږي، چې د کابل په هوایي ډګر کې د وروستیو پیښو له امله پروازونه بند شوي او ممکن د ملي لوبډلې سفر وځنډیږي.

 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان راتلونکې درې سیالۍ

 

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملې لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

 

دا لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې له درېیمې نېټې څخه پلان شوي.

 

ددې درې سیالیو کوربتوب افغانستان ته وردغاړی دی، چې په سریلانکا هیواد کې به ترسره شي.

 

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک ویلې، افغان کرکټ ملې لوبډله د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته پوره چمتو ده، چې د پروازونو د پیل کېدو سره سم به ډېر ژر سریلانکا هیواد ته سفر وکړي.

 

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې ۱۷ کسیزه افغان لوبډله

 

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

 

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

 

د یادې لوبډلې تر اعلان څو ورځې وروسته، حضرت الله ځاځی او نورعلي ځدران هم لوبډلې ته وراضافه شول.

 

 

 

وروستي مطالب