فبروري 26, 2021

یوه پاکستانۍ جلۍ له هندۍ جلۍ سره واده کوي

په ټویټر د د یوې پاکستانۍ او هندۍ جلۍ عکسونه ښکته پورته کیږي، چې پکې لیدل کیږي، دواړه خوله په خوله یو بل سره ښکلوي.
انډیا توډي لیکي، دا یوه جلۍ پاکستانۍ رسامه سنداس ملک ده، چې غواړي غواړي له هندۍ جلۍ انجلي چکرا سره واده وکړي.
د دواړه نجونو عکسونه د هغوې عکاس خپاره کړي او ورسره يې لیکلي: “په نیویارک کې د مینې داستان”.
په تصویرونو کې ښکاري، چې دواړه نجونۍ په باران کې له یو داسې چتري لاندې ولاړې دي، چې ترې ښکاري. دوې یوه بل په بارانه کې ښکلوي.
پاکستانۍ جینۍ ملک هم په خپل انستګرام دا عکسونه خپاره کړي، او لیکلي يې دي، چې د واده لپاره يې د جامو بندوبست کړی. نوموړې په شاعرانه انداز ویلي، چې هغه د خپلې هندۍ ملګرې د پرتوګ لپاره کمیس دی.
نوموړې ویلي، چې ډير ژر به د خپلې ملګرې له هندۍ کورنۍ سره وګوري او د واده مسله به سره یاده کړي.
په ټویټر دوې ته بیلابیل غبرګونونه ښودل شوي؛ خو ګڼو خلکو ددوې د عکسونو او یو بل سره د مینې ستاینه کړې ده.
د یادونې ده، چې په هندوستان، امریکا او ځینو نورو اروپايي هیوادونو کې د همجنسو واده جرم نه دی؛ خو په پاکستان، افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د همجنسو واده ناروا او جرم دی.
 

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ