سپورټ نړیوال کرکټ

انګلستان پاکستانۍ لوبډله ماته کړه‌

پاکستانۍ لوبډله چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري، پرون د انګلستان له خوا په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې ماته شوه.

پاکستان د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د بابراعظم د ۶۵ منډو او د حارث سهېل د ۵۰ منډو په مرسته ۱۷۳ منډې وکړې.

انګلستان دا هدف په شلم اوور کې پوره او پاکستان ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

لوبډلمشر ایئن مورګن ۵۷ ناسوځېدلې منډې او جو روټ بیا ۴۷ سوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی لوبډلمشر ایئن مورګن اعلان شو.

د لوبې بایللو پر پاکستان منفي او انګلستان مثبت اغېز پرېباسه
پاکستان په شل اوریزو لوبو کې د ۲۸۶ رېټېنګ او ۷۱۵۴ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري او د داسې نورو لوبو بایلل یې له لومړي مقام څخه غورځولی شي.

که افریقا درې شل اوریزې لوبې وګټي کولای شي پاکستان په نومرو کې لاندې کړي او لومړی مقام خپل کړي.

سهیلي افریقا بیا په شل اوریزو لوبو کې دوهم مقام کې ده، دا لوبډله ۲۶۲ رېټېنګ لري او ۴۱۹۶ نومرې لري.

د پاکستان د لوبو بایلل او د افریقا له خوا د لوبو ګټل پاکستانۍ لوبډله د شل اوریزو لوبو د پاچاهۍ له تخته غورځولی شي.

انګلستانۍ لوبډله چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې خورا ښه او مناسب لوبغاړي لري کولای شي، په شل اوریزو لوبو کې له دریم مقام څخه د دوهم او لومړي مقام پر لور لا پرمختګ وکړي.

انګلستانۍ لوبډله ۲۶۱ رېټېنګ لري او نومرې یې بیا ۳ زره ۹۱۷ دي.

اسټرالیایي لوبډله څلورم مقام کې ده، په ترتېب سره هندۍ لوبډله پنځم، نیوزیلېنډۍ لوبډله شپږم، افغان لوبډله چې مخکې اتم ځای کې وه او له سریلانکا څخه وروسته وه اوس له سریلانکا څخه مخکې شوه او اووم ځای ته راورسېده.

سریلانکا بیا اتم، ویسټ انډیز نهم او بنګله دېش لسم ځای کې قرار لري.

اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په شل اوریزو لوبو کې ۸۰ لوبډلې ثبت دي، چې پاکستان یې لومړي سر کې او افغانستان یې بیا اووم ځای کې قرار لري.

د شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبډله لېسوتو په نامه لوبډله ده او اتیایم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی