سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیا غواړي پاکستان د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له لومړي مقام راوغورځوي!

پاکستان، اسټرالیا ته د نومبر په ۳ مه نېټه سفر کړی دی، دې لوبډلې له اسټرالیا سره درې شل اوریزې لوبې درلودې، لومړۍ شل اوریزه لوبه د نومبر په ۳ یمه نېټه د باران له امله بې پایلې شوه.

دوهمه لوبه اسټرالیا په ۷ وېکټو وګټله، سټیف سمېت پکې ۸۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د پاکستان ۱۵۰ منډې هدف یې مات کړ.

د دوهمې لوبې غوره لوبغاړی هم سمېت اعلان شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۸ مه نېټه د جمعې په ورځ ترسره شوه، پاکستان په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې.

د پاکستان لپآره افتخار احمد ۴۵ منډې وکړې، پاکستان د بابراعظم په لوبډلمشرۍ کې لومړی شل اوریز سیریز بایلود.

۱۰۶ منډې هدف اسټرالیا په اوپننګ په دولسم اوور کې پوره کړ او پاکستان ته یې ستره ماته ورکړه.

ډېوېډ وارنر په دې لوبه کې ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډلمشر اېرون فېنچ ۵۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

دواړو ۱۰۹ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه او ناټ اوټ په بریا له لوبغالي ووتل.

t20 ranking.JPG

اسټرالیا په دوو پرله پسې سیریزونو ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې دوهم مقام ترلاسه کړی او پاکستان پسې یې ځای نیولی دی.

په شل اوریزو لوبو کې د پاکستان رېټېنګ ۲۷۰ دی او د اسټرالیا د رېټېنګ نومرې بیا ۲۶۹ دي او یواځې یوه نومره له پاکستان څخه وروسته ده.

که اسټرالیا دوه نومرې نورې واخلي پاکستان له لومړي مقام څخه راغورځوي.

اسټرالیا د ۲۰۲۰ م کال فبروري میاشت کې له سویلي افریقا سره په افریقا کې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي، که اسټرالیا دا سیریز وګټي؛ نو پاکستان به ډېر ژر په شل اوریزو لوبو کې دوهم مقام ته ښکته کړي.

پاکستان بیا د ۲۰۲۰ م کال د جولای په میاشت کې له ایرلېنډ سره دوه شل اوریزې لوبې لري او له هغې وروسته په اګسټ میاشت کې له انګلستان سره درې شل اوریزې لوبې لري.

نو اسټرالیا ته ۹۹ سلنه چانس شته، چې افریقا په شل اوریزو لوبو کې ماته کړي او د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام واخلي او علت یې دا کېدای شي، چې د اسټرالیا بالېنګ او بېټېنګ دواړه خطرناک دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی