سپورټ نړیوال کرکټ

سانا میر د جنوبي افریقا د توپ وهنې دیوال ویجاړ کړ

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

د جنوبي افریقا په کوربه توب د پاکستان او کوربه هېواد افریقا د ښځو کریکټ لوبډلو تر منځ د ای سي سي ښځو چمپینشیپ یوه ورځینیو لوبو په لومړۍ لوبه کې پاکستانیو ښځینه توپ اچونکو په خاص ډول اف بریکرې سانا میر د جنوبي افریقا د توپ وهونکو خلاف تاریخي توپ اچوونه تر سره کړه.

د دغې لوبې ټاس پاکستان وګاټه خو افریقا ته یې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه.

د پاکستاني ښځینه توپ اچوونکو خلاف افریقایۍ توپوهونکې پرله پسې ناکامې وې او د پاکستان له لوري هرې توپ اچونکې خپل مسؤلیت ادا کړ.

جنوبی افریقا د لوبې درویشتم اور پنځم توپ سره وروستۍ توپ وهونکې په داسې حال کې له لاسه ورکړه چې یوازې یې ۶۲ منډې جوړې کړې وې.

د پاکستان له خوا په توپ اچونکو کې نیدا دار ۲ ساندهو ۲ فاطمه سانا ۲ الیا ریاض کومه ویکټ تر لاسه نه کړه، خو سانا میر بیا د افریقا څلور مهمې توپ وهونکې بېرته ستنې کړې او د افریقا په کمو منډو را ایسارولو کې یې مهم رول ادا کړ، چې یوه ویکټ یې په منډه کې بایلوده.

سانا په خپلو شپږ اورونو کې یو میډن کړ یوازې یولس منډې یې ورکړې او ۴ ویکټې یې هم واخیستې.

د افریقا له خوا ټریاون وه چې تر نورو ډېرې ۲۱ منډې یې جوړې کړې خو بیا یې هم لوبډله له ماتې ونه ژغورله.

سانا میر چې د پاکستان لپاره په ۱۱۶ یوه ورځینیو لوبو کې لوبیدلې ۱۴۵ لوبغاړې یې سوځولې دي او غوره توپ اچوونه یې په یوه لوبه کې د ۳۲ منډو په بدل کې د ۵ ویکټو اخیستل ثبت کړي دي.

د جنوبي افریقا د ۶۳ منډو هدف بیا پاکستاني لوري د لوبې په ۱۵ اور کې تر لاسه کړ چې دوه لوبغاړې یې وسوځیدې او په ۸ ویکټو سره یې بریا د ځان په نوم کړه.

د ښځو په یوه ورځینیو لوبو کې تر دې مخکې هم زیاتره لوبډلې په کمو منډو سوځول شوې دي چې تر ټولو کمې مجموعي منډې په ۲۰۰۸ کال کې د هالنډ (ندرلېنډ) د ښځو لوبډلې چې یوازې ۲۲ منډې وې د ویسټینډیز خلاف یې ټول ټیم اوټ شوی و.

تر دې مخکې بیا همدا پاکستانۍ ښځینه لوبډله په ۱۹۹۷ کال د د فیبروري په اووم تاریخ د اسټرالیا له خوا په میلبرون کې یوازې ۲۳ منډو باندې سوځول شوې وه.

په همدې ترتیب سکاټلینډ په ۲۴ هندوستان په ۲۶ منډو سوځول شوی دی چې د کریکټ د تاریخ پر پاڼو یې نومونه ثبت شوي دي.

خو جنوبي افریقا ښځینه لوبډله باندې بیا دا د کمو منډو ریکارډ پرون د پاکستان له لوري جوړ کړل شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې