سپورټ نړیوال کرکټ

۷ ورځې وروسته افغانستان او پاکستان تمریناتي لوبه لري

اعلان

لیکنه: فضل الله فضلي

افغانستان اوسمهال د کرکیټ نړیوالي شورا په درجه کي د یو ورځنیو لوبو په لسم مقام کي قرار لري، خو پاکستان ۶ ځای لري.

افغانستان د ایرلینډ سره تر سریز وروسته په انګلینډ کي د انګلینډ او پاکستان سره تر نړیوال جام مخکي دوې تمریناتي لوبي ترسره کوي.

لومړي تمریناتي لوبه افغان لوبډله د پاکستان خلاف د رواني می میاشتي پر ۲۴ نېټه ترسره کوي او درې ورځي وروسته دوهمه تمریناتي لوبه د کوربه انګلینډ خلاف ترسره کوي.

افغان لوبډله په نړیوال جام کي هم یوځل د پاکستانۍ کرکیټ لوبډلي سره مخامخ کیږي.

دا لوبه به د نړیوال جام ۳۶مه او د افغان لوبډلي ۸مه لوبه وي، چي د جون میاشتي پر ۲۹ نېټه به ترسره سي.

افغان لوبډله د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ حضرت الله ځاځی، شهزاد محمدي، محمدنبي، اصغر افغان، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، دولت ځدراڼ، راشدخان، مجیب الرحمن، حمید حسن او افتاب عالم لوبیږي.

خو برخلاف سیاله پاکستانۍ لوبډله د سرفرازاحمد په لوبډلمشرۍ شاهین افریدی، بابر اعظم، فخر زمان، حسن علي، امام الحق، محمدحفیظ، شاداب خان، شعیب ملک، عابدعلي، فهیم اشرف، اماد وصیم، جنید خان او محمدحسنین لوبوي.

د افغان لوبډلي لوبډلمشر نایب او د بورډ ځینو نورو چارواکو په وار وار دعوه کړې، چي موږ تر نیمه پایلوبو د لوبډلي رسولو توان لرو او خپل مورال یې خورا لوړ ښودلی دئ.

افغان لوبډله د پاکستان خلاف تراوسه ترې ځلي په یو ورځنیو لوبو کي مخ سوې، چي درې سره لوبي پاکستان ګټلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې