پاکستان د ۲۰۱۹ کال پیل په ماتو کړی، یوه ماته یې له افریقا خوړلی، پنځه ماتې له اسټرالیا وخوړې، څلور ماتې یې تازه په می میاشت کې له انګلستان څخه ومنلې، له دې درې لوبډلو پاکستان ۱۰ ماتې خوړلې وې او افغانستان د سږ کال ۱۱ مه ماته پاکستان ته په خورا زبردست ډول ورکړه. د افغانستان لپاره له پاکستان څخه ګټل دومره ارزښت لري، لکه افغانستان چې عېنې نړیوال جام ګټلی وي، زه یقیني یم چې دا بریا افغانان له نړیوال جام پورته ګڼي نه کمه. ددې لوبې د مهمولي څو لاملونه لومړی د لوبډلو د عمر پر اساس که وګورو پاکستانی کرکټ بورډ په ۱۹۴۸ م کال کې جوړ شوی او لوبډله یې هم ورسره جوخته جوړه شوې ده، نو پاکستانی کرکټ ټیم له افغان کرکټ ټیم څخه ۴۸ کاله مشر دی. بل پلو افغانستان کرکټ بورډ په ۱۹۹۵ کال کې جوړ شوی دی او لوبډله په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوه. دا د افغانستان لپاره د خورا ویاړ ځای دی، چې یوه کم تجربه لوبډله د نړۍ یوې باتجربه لوبډلې ته داسې ماته ورکوي، چې د کرکټ د نړۍ تاریخ به یې تر پېړیو، پېړیو یاد ساتي.
راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو
لیکنه: محمدصابر حمیدي د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ