رسنۍ سرسکالو سیاست نړۍ

پاکستاني ټلویزون کې د بحث میلمنو یو بل څملولي

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

د پاکستان په یو ټلویزوني چینل کې د بحث دوه میلمانه سره ګرم شول، او د خپرونې پرمهال یو بل سره غېږ په غېږ شول.

د کراچې په ټلویزوني چینل کې د (افتاب مغیری سره د نیوز لاین) په نوم پروګرام کې د اصف زرداري په نیول کیدو او د فساد په ضد د اوسني حکومت په هڅو بحث روان و.

په بحث کې دوه میلمانه، چې يو يې د عمران خان د ګوند (پاکستان تحریک انصاف) غړی، مسرور علي سیال او بل هم د کراچې د مطبوعاتي کلب مشر او شننونکی، امتیاز خان و، سره په جنګ شول.

دا بحث چې د تېرې پنجشنبې په ورځ خپور شوی، د غېږنیونې تازه کلیپ يې اوس ټولنیزو رسنیو ته راوتلی. پاکستانیان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په دوی پورې خاندي او وايي، چې دا “نوی پاکستان” دی.

په ویډو کې ښکاري، چې د پاکستان د تحریک انصاف غړی مسرور سیال په امتیاز خان لومړی سترګې برګوي او ورته وايې، چې د خولې سره پام وکړي. امتیاز خان له هغه ډیر په نوموړي بیرته سترګې راوباسي او ورته وايې، چې دی دې هم له خولې سره پام وکړي.

په دې وخت کې په امتیاز خان، د عمران خان د ګوند غړی ورټوپ کوي او له څوکۍ يې لاندې په ځمکه راولي. سټیډیو ته ځینې نور کسان راننوځي او سره خلاصوي يې. مسرور سیال بیرته خپرونه کې کیني، او امتیاز خان له سټډیو وځي.

څه وخت وروسته، بیرته دواړه میلمانه په خپلو څوکیو کیني او بحث ته دوام ورکوي.

د افغانستان په ګڼو تلویزوني بحثونو کې هم ځينې میلمانه یو بل ته سپکې سپورې وايي، خو تر اوسه داسې کومه پيښه نه ده لیدل شوې، چې میلمانه دې یو بل سره غېږ په غېږ شي او یو بل دی څملوي.

ویډیو؛


 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین