سرسکالو له نړۍ

پاکستان: تر هغې چې د کرونا واکسین نه وي راغلي، حج ته تګ نشته

لیکنه: مهر تاج

د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزیر “نورالحق قادري” وايي سعودي عربستان ویلي دي، چې د معمول سره سم به حج نه وي، تر هغه چې د کورونا وایروس واکسین پای ته ونه رسېږي.

دا خبره د مذهبي چارو وفاقي وزیر نورالحق قادري د “جيو نیوز” د سهار خپرونې ‘جیو پاکستان’ په یوه ځانګړې مرکه کې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې سعودي حکومت ویلي دي چې تر هغه چې د کورونا وایروس واکسین موجود یا تر لاسه نه نشي، حج به د SOPs لاندې ترسره شي.

د مذهبي چارو وفاقي وزیر “نورالحق قادري” دا هم وویل، چې د حج کوونکو حاجیانو لپاره د سبسایډي په موضوع تر دې دمه بحث نه دی شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ