پاکستان له افریقا څخه درېیمه شل اوریزه لوبه وګټله

د پاکستان لوبډله افریقا ته د درې یو ورځنیو او څلورو شل اوریزو لوبو لپاره د مارچ میاشت کې تللې ده؛ خو لوبې یې د اپرېل په دویمه نېټه پیل کړي دي.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پاکستان په درې وېکټو ګټلې وه، دویمه لوبه افریقا په ۱۷ منډو خپلې کړې وه او درېیمه لوبه پاکستان په ۲۸ منډو ګټلې وه.

د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ

لومړۍ شل اوریزه لوبه د اپرېل په لسمه نېټه ترسره شوه، چې پاکستان په ۴ وېکټو وګټله، دویمه شل اوریزه لوبه د اپرېل په دولسمه افریقا په شپږ وېکټو وګټله.

درېیمه شل اوریزه لوبه او د پاکستان بریا

د افریقا لپاره پیلیزو توپوهونکو با ثباته لوبه وکړه، اېدن مارکرم په ۳۱ توپونو د څلور شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۶۳ منډې او جانېمن ملن په ۴۰ توپونو ۵۵ منډې وکړې.

جورج لېنډا ۲۲ او وانډر ډوسېن ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افریقا په شل اورونو کې د ۵ وېکټو په نقصان سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره محمد نواز دوه وېکټې واخېستې.

د پاکستان پاڼۍ او د پیلیزو توپوهونکو مناسب ځواب

لوبډلمشر بابراعظم په ۵۹ توپونو د ۴ شپږیزو او ۱۵ څلوریزو په مرسته ۱۲۲ سوځېدلې منډې او محمد رضوان په ۴۷ توپونو د ۲ شپږیزو او ۵ څلوریزو په ملتیا ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

پاکستان په ۱۸ اورونو کې د یوې وېکټې په لوېدو سره ۲۰۵ منډې وکړې او افریقا ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی بابراعظم وپېژندل شو.

دواړه لوبډلې د راتلونکې جمعې په ورځ وروستۍ شل اوریزه لوبه ترسره کوي، که دا لوبه افریقا وګټي، لوبلړۍ مساوي کېږي او که پاکستان یې وګټي لوبلړۍ یې په ګټه حسابېږي.