اپریل 17, 2021

په زړه پورې او عجيبه طرحه: د ګنجيانو له سر څخه د برښنا د توليد لپاره ګټه اخيستل کېږي

ژباړه: نسيمه محمدي

يوه تازه په کار پيل کړي اسپانوي شرکت د والنسيا ښار فني پوهنتون په مرسته، يوه ډېره عجيبه پروژه وړاندې کړې، چې پکې د ګنجي سړيانو پر سر د لمر وړانګو لږېدلو سره، کولاى شي انرژي توليد کړي.
به دغه طرحه کې، د سر کوپړۍ څخه د هغې سطحې په توګه کار اخيستل کېږي، چې د لمر وړانګې راټولوي او وروسته په الکتريسيته بدلوي، بيا يې وګړي سره په شته بطرۍ کې، انرژي ذخيره کوي.
د ذخيره شوې انرژۍ څخه د بېلابېلو کارونو لکه د ټېلفون چارچ کولو لپاره ګټه اخيستل کېداى شي.
د دغه چارې لپاره اړينه ده چې په آزمايښت ځاى کې، د سر د پوستکي لاندې يوه آله کېښودل شي، چې د لمر وړانګې د ذخيرې وړ الکتريسيته کړي، چې بيا ترې کار واخيستل شي.
د “اينوويټورز” مجلې په حواله، د ګنجي سرونو څخه د انرژۍ د توليد چاره د هغو حجرو څخه ډېره ګټوره ده، چې د برښنا د توليد لپاره کارول کېږي، ځکه ګنجى سر د لمر وړاندې په قوت او چټکتيا سره منعکسوي.
د دغه راپور پر اساس، دا څېړنه په ٤٢ نارينه وو په بريالۍ توګه ترسره شوې ده.
يوازنى څه چې بايد ترسره شي، د سر پوستکي لاندې د آلې ايښودلو لپاره د مختصرې جراحۍ تر سره کول دي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي