خوندیتوب ژوند بڼه طبیعت

د هوا له پلوه د نړۍ پاک او ناپاک هېوادونه

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري

ایا له ککړې هوا سره حساسیت لرئ؟

ایا کله چې د ښار منځته ننوځئ ساه‌بندي (نفس‌تنګي)، ګنګسیت، د سترګو سوځېدا درته پیدا کېږي؟

هغه کسان چې په سترو ښارونو کې اوسي د راحته او سوتره ساه اخیستل یې یوه هیله ده.

غواړم په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو پاک او تر ټولو ککړ هېوادونه در وپېژنم. که غوښتل مو دغو هېوادونو ته سفر وکړئ، نو د هوا له پلوه به درته معلوم وي چې کوم پاک او کوم خراب دي.

د نړۍ لس ککړ هېوادونه

۱۰ – کوېټ: کوېټ هغسې نه دی لکه تاسو یې چې ګڼئ. د نفت، ګازو د زېرمو او موټرونو د ډېروالي له امله یې هوا دومره ککړه شوې چې د کوېټ په هوا کې د ۱۲۳ مایکروګرام پر متر مکعب ذرې چې له ۱۰ میکرونو نه غټې (PM 10 ug / m3) او په هوا کې معلقې دي، د نړۍ د ککړو هېوادونو په نوملړ کې لسم ځای لري.

۹ – نایجيریا: نایجيریا کې لرګی او نفت د پخلي لپاره او سوندتوکو په توګه کارول کېږي. خلک د شپې نفتي څراغونه لګوي. د دې لپاره چې په سيمو کې د خځلو ټولولو خدمتونه نشته خلک اړ کېږي چه خپلې خځلې وسوځوي. د دې نوملړ د نورو هېوادونو پر خلاف د نایجيریا د هوا په ککړتیاکې کارخونې رول نه لري. ۱۲۴ (PM 10 ug/m3) یې د هوا د خرابۍ کچه ده.

۸ – ایران: له موټرو نيولې تر کارخونو او دوړو چې په عراق کې د وچکالۍ له امله دلته پیدا شوي ایران ته یې په دې نوملړ کې اتم ځای ورکړی دی. د هوا د ناپاکۍ اندازه یې ۱۲۴ (PM 10ug/m3) ده.

۷ – عربي متحده امارات: زموږ د انځورونو پر خلاف امارات هم د ککړو هېوادونو په نوملړ کې دی. له دومره پانګونو سره بیا هم ځينې ځایونه یې لکه دوبۍ ډېره ککړه هوا لري، ښايي د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله داسې وي. د هوا د خرابۍ کچه یې ۱۳۲ (PM 10ug/m3) ده.

۶ – مصر: په مصر کې هوا دومره خرابه ده چې یو قاهره‌يي اوسېدونکی یې د ورځې د سګرټ هومره لوګی سګو ته ننباسي. کچه یې ۱۳۸ (PM 10ug/m3) ده.

۵ – سعودي عربستان: په(۲۰۱۴ ز) کې ریاض د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وپيژندل شو. د عربستان د هوا خرابوالی له کارخونو او ترافيکو پرته د خاورينو بادونو له امله هم دی. د هوا ککړتیا یې ۱۴۳ (PM 10ug/m3) ده.

۴ – سنیګال: سنیګال د نورو افریقایي هېوادونو غوندې له غربي هېوادونو څخه د خځلو د وارداتو، سوځولو او په انرژۍ بدلولو ځای دی. هغه کارخونې چې دلته خځلې سوځوي د هوا په خرابېدلو کې ډېره برخه اخلي. د هوا د ناپاکۍ اندازه یې ۱۴۵ ( PM 10ug/m3) ده.

۳ – پاکستان: په پاکستان کې د هوا د خرابولي منځنۍ کچه یې ۱۹۸ (PM 10ug/m3 ) ده، دا په دې مانا چې د هوا د ناپاکۍ له امله د مړينو کچه لوړه ده. په پاکستان کې د تنفسي ناروغانو د شمېر له مخې یاد هېواد تقريباً ریکارډ لرونکی شمېرل کېږي، داسې چې تقریباً پینځه میلیونه ماشومان یې، چې عمر یې تر پینځو کلونو ټیټ دی، ساييزې ستونزې لري.

۲ – بوتسوانا: افریقایي هېواد دی او په ناپاکې هوا لرونکو هېوادونو کې دویم پوړ کې دی. د کانونو او فوسیلي موادو له کبله یې هوا خرابه ده. د الماسو ستر کانونو پکې دي. د هوا د خرابوالي اندازه یې ۲۱۶ (PM 10ug/m3) ده.

۱ – مغولستان: په منځنۍ کچه یې د هوا د ککړتیا اندازه ۲۷۹ (PM 10ug/m3) ده، یانې لومړی ځای یې خپل کړی. لامل یې د دغو ټولو لاملونو ټولګه ده چې پورتنیو هېوادونو کې ذکر شول. د دې لپاره چې ډېرو سیمو کې یې هوا سړه ده، نو خلک یې فوسیلي مواد سوځوي چې کور تود کړي. که مغولستان ته ولاړ شئ، روغ ستنېدل لرې خبره ده.

اوس نو راځو هغه هېوادونه درته ښییو چې پاکه هوا لري او ډاډه ورتلی شئ.

۱۰ – سان مارینو: کوچنی اروپایي هېواد دی چې د ایتالیا مینځ کې یې ګڼلی شو، ځکه ایتالیا احاطه کړی. پاکې هوا یې ګرځندویان ځان ته جذب کړي. د هوا ناپاکي یې یوازې ۲۰ (PM 10ug/m3) ده.

۹ – لوګزامبورک: د المان، فرانسې او بلژیک څنګ ته وړوکی هېواد دی. دا ښکلی هېواد د پاکې هوا له کبله د لویدیځې اروپا د سږو حیثیت لري. ۱۸ ( PM 10ug/m3) یې د خرابۍ اندازه ده.

۸ – امریکا متحده ایالات: خبره د واشنګټن او نیویارک نه، د مونتانا، هاوایي او مکزیکو ده. د هوا د خرابۍ کچه یې ۱۸ (PM 10ug/m3) ده.

۷ – موناکو: د فرانسې ګاونډی، د غربي نړۍ تر ټولو شتمن هېواد دی. د هوا د خرابۍ کچه یې یوازې ۱۸ ( PM 10ug/m3) ده.

۶- بوتان: د همالیا غرونو ختیځه څنډه کې بوتان دی. د غرنیزتوب له امله یې د هوا د ناپاکۍ اندازه یې ۱۸ ( PM 10ug/m3) ده.

۵ – ایرلنډ: حیرانوونکې ده چې تقریباً صنعتي او موډرن هېواد دې پینځم دریځ ولري. په یاد ولرئ چې ډېری سیمې یې لا هم کلیوالي بڼه لري. د هوا د ککړتیا کچه یې ۱۵ (PM 10ug/m3 ) ده.

۴ – کاناډا: سره له دې چې غټې کارخونې لري، خو بیا هم څلورم ځای یې نیولی. دا یې له ډېرو بادونو او سړې هوا سره اړیکه لري. د هوا د خرابۍ اندازه یې ۱۳ ( PM 10ug/m3) ده.

۳- اسټرالیا: ملبورن او سیډني نه درته ښییم، ټوله اسټرالیا وړې وړې جزیرې لري چې د تنفس په پار تر ټولو پاکه هوا لرونکی دی. د هوا ناپاکي یې ۱۳ ( PM 10ug/m3) ده.

۲ – ماریټیوس: وړه جزیره ده چې یوازې دوه زره کیلومټره مربع مساحت لري او زښته پاکه هم لري چې ډېر سیلانیان یې جذب کړي. ۱۲ ( PM 10ug/m3) یې د هوا ناپاکي ښودل شوې ده.

۱ – اسټوني: د فنلنډ سیند څنډې ته اروپایي هېواد دی چې د نړۍ تر ټولو سوتره هوا لرونکی هم دی. د هوا د خرابوالي کچه یوازې ۱۱ (PM 10ug/m3) ده، یانې د نړۍ تر ټولو پاک هوالرونکی هېواد چې لومړی دریځ یې خپل کړی،  اسټوني دی.

خبره خو د هېوادونو په کچه ده، خو د افغانستان پلازمېنه (کابل)  په (۲۰۱۸ ز) کې د هوا د ککړتیا له وجهې د نړۍ د لسو ناپاکو ښارونو په نوملړ کې وشمېرل شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ