هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

زاخلیوال: د تورخم او سپین بولدک تړل عامو افغانانو ته له کړاو ورکولو پرته بل هدف نه لري

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال وايي، پاکستان چارواکو د سپین بولدک او تورخم لارې د هغه توافق سربیره بندې ساتلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په چټکه توګه د ترینګلتیا د راکمولو د یوې برخې په توګه یې پرې له پاکستاني چارواکو سره سلا کړې وه.

نوموړې ویلي څو ورځې مخکې له اړوندو پاکستاني حکامو سره د شویو خبرو اترو له مخې باید د تورخم، سپین بولدک او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت نور بندرونه اوس پرانیستل شوي وی، خو له بده مرغه تر اوسه تړلي دي.

ښاغلي زاخلیوال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي” په حقیقت کې باید د هیڅ ډول شرایطو لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي ترانزیت له لارې دې د دواړو هیوادونو تر منځ د اپټا APTTA) ) د سوداګریز تړون د شتون په صورت کې ونه تړل شي. همدارنګه افغانستان چې په وچه کې پروت هیواد دی د نړیوالو اصولو له مخې د ترانزیت حق لري.“

په پاکستان کې افغان سفیر زیاتوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا بندرونه چې په دواړو خواوو کې د تالاشۍ او اسنادو کتلو بشپړ او فعال تاسیسات لري، بندول یې پرته له دې چې عامو افغانانو ته کړاو زیات کړي او سوداګرو ته زیان واړوي بل کوم څرګند هدف نه لري.

زاخلیوال وړاندې وايي، د پاکستان د پوځ مشرتابه ته یې د پنجشنبې په ورځ په یو لیک کې لیکلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ بندرونه دې پرانیستل شي. او همدا خبره یې تیره شپه د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ته هم په لیدنه کې کړې ده.

د پاکستان پوځ په سند کې په یو زیارت کې تر چاودنې وروسته د افغانستان سره د تګ راتګ قانوني بندرونه د دوی په وینا د امنیتي اندېښنو له کبله وتړل.

بل خوا بي بي سي اردو په یو راپور کې ویلي چې د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان سره په ناڅاپي توګه د سرحد بندولو په تیره یوه اونۍ کې زرګونه افغان کورنۍ سره ویشلي دي، داسې چې ځینې یې د کرښې یوې خوا او ځینې یې بله خوا پاتې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */