مارچ 8, 2021

له یوټیوب چینله په کال کې ۶۷ لکه پیسې ګټونکی ماشوم!

Advertisements

ژباړه: پلوشه فضلي
په امریکا کښي شپږ کلن ماشوم خپل یوټیوب چینل جوړ کړی دی او د ویډیوګانو پورته کولو له لاري د کال یو ارب پیسې ترلاسه کوي.
د The Independent د راپور پر اساس د فوربیز ورځپاڼه لیکي چي د رائن په نوم شپږ کلن ماشوم د خپلي کورنۍ په مرسته د’ رائین ټوائز ریوئیو ‘په نوم یوټیوب چینل پرمخ وړي چي د تر ټولو زیات عاید ګټونکي چینلونو په فهرست کي راغلی دی.
د سائنس او ټکنالوژۍ په نوم یوه ورځپاڼه د رائین د یوټیوب چینل په اړه څېړنه کړې وه، دوی وايي چي رائن په کال ۲۰۱۵ م کي خپل د یوټیوب چینل جوړ کړی او روزانه یوه یوه ویډیو خپروي. د دوی په وینا کله چي رائن څلور کلن و نو د خپلي کورنۍ په مرسته یې یوټیوب چینل ته ویډیوي جوړولې. دوی زیاتوي چي د نوموړي ماشوم چینل یو کروړ خلکو سبسکرایب کړی دی.
هېره دي نه وي چي کوم خلک له یوټیوب چینله د پیسو ګټلو هیله لري؛ نو د دوی ویډیو باید لومړی ۱۰ زره خلک وګوري. مخکي داسي نه وه، بلکي د ویډیو پورته کوونکي ته یې د اشتهاراتو/اعلاناتو ځني یې یوه مخصوصه برخه ورکوله خو اوس یوټیوب خپل قوانین سخت کړي دي.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ