ټولنیز ژوند روغه سټه

آیا د وېښتانو رنګول د سینې سرطان ناروغي پيدا کوي؟ دلته یې یوه څیړنه درته وايي:

  • لیکنه: انډېپنډېنټ
  • ژباړه: نسیمه محمدي

تازه ترسره شویو څېړنو په ډاګه کړې، چې د سینې سرطان ناروغۍ او د وېښتانو د رنګ کیمیاوي موادو تر منځ، اړیکه شتون لري.

پر روغتیا د وېښتو کاروونکو کیمیاوي موادو د احتمالي خطر په اړه اندېښنې، د دې څېړنې سره د سرطان ناروغۍ په نړېواله ورځپاڼه کې نشر شوې دي.

تر دې دمه دا تر سره شوې څېړنه ډېره دقیق نده، خو د روغتیا او چاپېریال ملي بنسټ څېړونکي وایي، د دې کیمیاوي توکو کاروونکې مېرمنې نسبت هغو ته چې نه یې کاروي د سینې سرطان ناروغۍ له ګواښ سره زیات مخ وو.

څېړونکو دا پایله تر لاسه کړې، هغه مېرمنې چې دا کیمیاوي توکي کاروي د هغو نورو په پرتله چې نه یې کاروي د سینې په سرطان ډېر اخته کېږي.

په دې څېړنه کې ۴۶ زره او ۷۰۹ سوه نته مېرمنې چې عمرونه یې د ۳۵ او ۷۴ تر منځ وو او د « خور څېړنه » د هغو مېرمنو چې خویندې یې په سرطان ناروغۍ اخته وې، د پایلو له څېړنو کار اخېستل شوی.

د دې مېرمنو د پوښتنو د ارزولو وروسته چې د روغتیايي وضعیت په اړه، د ژوند د ډول او ټولنیزې پېژندل ګلوۍ په اړه وو، څېړونکو دا پایله تر لاسه کړه د سینې سرطان احتمالي ګواښ په هغو مېرمنو کې چې په دوامداره توګه د وېښتو له رنګ ګټه اخلي، ۹٪ د هغو مېرمنو په پرتله چې دا کیمیاوي مواد یې ندي کارولي، زیات وو.

نو په دوامداره ډول د وېښتو له رنګ ګټه اخېستل، په تورپوستو مېرمنو کې ۴۵٪ ډېر وي.

همدارنګه د دې رنګونو دایمي کارول ( هر پنځه تر اته اونیو یا ډېر) کارول یې تور پوستو مېرمنو د سینې سرطان ۶۰٪ سلنه لوړ کړی.

الکساندر وایټ، چې د دې لیکنې لیکوال دی، وایي: له ډېری مودې راهیسې د دې رنګونو او د سینې سرطان ناروغۍ تر منځ په اړیکه، په څېړنو بوخت دي. خو هېڅکله دا څېړنې روښانه نه وې. په دې څېړنه کې ګورو د سینې سرطان ناروغي د دې رنګونو په کارولو زیاتېږي او په آمریکايي او آفریقايي ټبره مېرمنو ډېر اغېز پرېږدي؛ خصوصا هغوی چې تل دا رنګونه کاروي.

د دې تر څنګ هغه مېرمنې چې د وېښتو له ښویه کوونکو او صافوونکو موادو کار اخلي د سینې سرطان ناروغۍ پکې ٪۱۸ زیات وو. د څېړونکو په وینا د دې څېړنې د پایلو د ډاډ لپاره، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده، تر څو بیا ځلي تائيد شي.

ديل سندلر د دې څېړنې بل لیکوال همکار په دې اړه چې مېرمنې نور هېڅ باید خپل وېښته رنګ یا صاف نه کړي وویل: ډېر لاملونه شته چې د سینې سرطان سبب ګرځي او دا له وخت مخکې ده چې دا یو لامل ښځو ته نسبت ورکړو.

نوموړي زیاته کړه: البته وړاندې ده چې په قطعي ډول سپارښتنه وکړو،  خو یو څه چې مېرمنې یې د سینې سرطان د مخنیوي لپاره تر سره کولای شي، له دې کیمیاوي موادو ډډه کول دي.

په هر حال، تر اوسه قطعي شوې نده، چې مېرمنې د وېښتو له رنګ او ښویه کوونکو توکو، ډډه وکړي.

پل فرعون د کمبرېج پوهنتون استاد، له څېړنې وروسته وویل:« د دې ‎څېړنې پایله ډېره په زړه پورې ده، خو دې څېړنې کې څرګند شواهد نه دي وړاندې شوي، چې مشخص کړي په رشتیا هم د وېښتو رنګ او صافوونکي مواد د سینې سرطان سره ښکاره اړیکه ولري یا یې د ډېرښت سبب شي.»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.