افغانستان

سپينه ماڼۍ: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي شي

امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي. د سپينې ماڼۍ ځينې چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، د امریکايي حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د امریکا بندیزونه ددې سبب نه شي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي. دغه چارواکي د نامه نه ښوودلو په شرط ویلي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو تېره جمعه هم په دې اړه غونډه لرله او په هغه کې پرېکړه شوې چې افغانستان کې به اقتصادي فعالیتونه له […]

سیاست

د اوکراین جګړه؛ جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکې ضد مزایل لېږي

په اوکراین کې د جګړو له دوام سره هممهاله د ناټو ځینو غړو هېوادونو له دغه هېواد سره د وسلو او بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده. په تازه خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې آلمان او هالنډ اوکراین ته د ټانګ او طیارې ضد مزایل ورکوي او دغه راز بشردوستانه مرستې هم به رسوي. آلمان وایي چې اوکراین ته به د ټانک ضد زر او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل ورکړي. همدا راز هالنډ هم د خپل هېواد له پارلمان غوښتي چې اوکراین ته د ۲۰۰ سټینګر مزایلو ورکړه […]

سینما او موسیقي

د هېواد نامتو سندغاړي “استاد ګلزمان” د ژوند پور پرې کړ!

هېواد کې رسنیو د تکړه سندغاړي استاد ګلزمان د مړینې خبر ورکړی دی. د راپورونو پر بنسټ، سرچینو تایید کړې چې استاد ګلزمان، سندرغاړی او سندرې جوړوونکی د ۸۲ کالو په عمر د ومړ. سرچینو ویلي چې استاد پرون جمعه د کب شپږمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب ویده شو. نوموړی د افغاني موسیقۍ له مشهوره څېرو څخه و، چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې ویلي. نوموړي په ۱۳۴۳ ه.ش کې په رسمي توګه په ملي راډیو ټلویزیون کې سندرې پيل کړې. اسناد ګلزمان […]

افغانستان

ا.ا اوکراین کې د بند پاتې افغانانو په اړه اندېښه ښودلې

وروسته له هغې چې په اوکراین کې د یو شمیر افغان مهاجرو او محصلینو د بند پاته کیدو په اړه راپورونه خپاره شول، د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او محصلينو د خونديتوب په اړه اندېښمن دی او د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو وګړو ژوند خوندي او هغوی یو خوندي ځای ته ولېږدوي. بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې د سيمې ځينو حکومتونو او نړېوالو سازمانونو سره په دې تړاو له نږدې په […]

افغانستان

سور صلیب: نړیواله ټولنه باید د افغانستان بانکي سیستم منظم کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي که له افغانستان سره اړینه مرسته و نه شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران نور هم پراخ شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید بانکي سیستم منظم شي او راکړو ورکړو ته لار هواره شي. سرچینې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د پراخو سیاسي خبرو غوښتنه کړې ده او وایي افغانان په دې ډول خپل ژوند ته ادامه نه شي ورکولی او نړیوالو ته نه ده په […]

افغانستان

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د امنیت په اړه خبرې کړې

د ا.ا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې پر امنیت خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیتي پلان په اړه ترکمنستاني چارواکو ته معلومات ورکړل. ترکمن چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي. تېره میاشت د هند، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان چارواکو د ټاپي پروژې په […]

افغانستان

هره ورځ ۲ زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنیږي

هره ورځ لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستنیږي او یا هم په زوره ستنېدو ته اړ کېږي. د کډوالو چارو وزارت سروې ښيي چې په تېرو درېو ورځو کې ۵۵۴۹ کسان له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي دي. ددې معلوماتو پر بنسټ د ایران د حکومت لخوا شاوخوا درې زره افغانان په زوره بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د ا.ا په وینا هېواد نه د خلکو د تېښتې لامل اقتصادي ستونزې نه دي لکه څنګه چې یې سازمانونه وايي. د ا.ا […]

سیاست

د اوکراین ولسمشر: له خپل هېواده د دفاع لپاره یوازې پرېښودل شو

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید پر وړاندې یوازې پاتې شوی دی. د زلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې پرون سهار وختي د اوکراین پر وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ. نوموړي نن په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شول. د فرانسې خبري آژانس د زلنسکي له قوله ویلي دي چې له پرون سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او […]

سیاست

بایډن: روسیې سره د جګړې لپاره به اوکراین ته سرتېري ونه لېږم

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل چې، پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به به خپله پوتین او هیواد یې وګوري. بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري. بایډن د جي اوه هېوادونو له مشرانو سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل ټولو توافق وکړ چې د ډالر، یورو، پونډ او د جاپان د ین پر […]

سیاست

ټرمپ: پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن دی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دا به نه یوازې اوکراین بلکې ټوله سیمه او نړۍ زیانمنه کړي. هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دی په واک کې وای نو اوکراین باندې برید نه کېده ځکه چې په وینا یې ده به پوتین په ډېر ښه شکل له دې بریده منع کړی وای. هغه زیاته کړې، دا چې په […]