
د طالبانو یو مشر مرکچي وايي، د سیپټمبر په پیل کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کوم پلان نه شته.
شیر محمد عباس ستانکزي دا خبره د رویټرز خبري اژانس ته له هغې څو ساعته وروسته کړې چې په کابل کې د افغانستان د ملې پخلاینې د شورا ریس عبدالله عبدالله وویل، په نسبي ډاډ ویلی شي په راتلونکې اونۍ کې به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.
عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان د سولې او جګړې د انسټټیوټ د یوې غونډې په پرانیسته کې وویل، د دغو خبرو د پیل لپاره مرکچي پلاوي چمتوالی بشپړ کړی .
ښاغلي عبدالله دا هم وویل، له دې مذاکراتو مخکې به یاد پلاوی د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خپلمنځي غونډه هم وکړي.
خو طالب مرکچي شیر محمد عباس ستانکزی له قوله رویټرز ویلي راتلونکې اونۍ کې د سولې د خبرو د پیل کوم پلان نه شته .
د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا په دواړو خواوو فشارونه په زیاتیدو دي چې د سولې بین الافغاني خبرې دې پیل کړي.
د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو یو لوړی پوړی هییت له دوحې پاکستان ته تللی او دغلته یې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو سره د سولې په اړه سلا مشورې کړي دي.
داسې ښکاري چې طالبانو د همدې سفر د سلا مشورو په ترڅ کې په خپل هغه یو ویشت کسیز پلاوي کې چې افغان حکومت سره به خبرې کوي یو لړ بدلونونه اعلان کړل.
پاکستان وايي بین الافغاني خبرې د دوی په هڅو پیلیږي
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا غوره کړې چې د سولې بین الافغاني خبرې د پاکستان په هڅو مخکې ځي.
قریشي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د پخوانیو وزیرانو سره یې په یوه مشورتي غونډه کې خبرې کولې د طالبانو سره خپله وروستۍ غونډه ډېره ګټوره وبلله.
هغه وايي له طالبانو سره په خبرو کې یې په دې سلا موجوده وه چې په افغانستان کې د کړکیچ د هواري لپاره یوازې سوله ایز هواری او هغه هم د خبرو له لارې ممکن دی.
قریشي ویلي چې د افغانستان د کړکیچ د سول ایز هواري لپاره چې د پاکستان لومړی وزیر د سوله ایز هواري کوم دریځ لري هغه اوس د امریکا، روسیې او چین له خوا هم تایید شوی دی.
نوموړې ټینګار کړی چې د پاکستان په هڅو د افغانستان په سوله کې پرمختګ شوی دی چې ښايي اشاره یې د طالب استازو سره د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو وروستۍ لیدنه ته وه.
په افغانستان کې ګڼ افغانان د سولې په بهیر کې د پاکستان هڅو ته د شک په نظر ګوري او باور نه لري چې هغه سوله چې د پاکستان له لارې راځي د افغانانو درد دې دوا کړی شي.