د سولې غوښتلو په پار د ننګرهار پچیر اګام کې د کرکټ لوبې پیل شوې

د پچیر اګام کرکټ بورډ او د ننګرهار کرکټ ادارې په ګډې همغږۍ د کوچني اختر په مناسبت د سولې جام تر نامه لاندې د کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ د مې په ۱۵ مه د شنبې په ورځ د سنګینې اتلانو او د سپین غر ځوانانو ټولنې لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه پیل شوې.

د پچیر اګام د کرکټ بورډ مشر خلیل انځور وویل، د دې لوبو څخه یې موخه خلکو ته د خوښۍ ورکولو تر څنګ د سولې پیغام رسول او د ځوانانو ترمنځ اتفاق، اتحاد او یوالی دی.

نوموړي وویل یادو سیالیو کې د ننګرهار له بېلا بېلو ولسوالیو څخه ۳۲ لوبډلې ګډون لري او شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې یاده ولسوالۍ کې د جنګ له ښکېلو غاړو څخه د سولې غوښتو په موخه د کرکټ سیالۍ ترسره کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو دې ته ورته سیالۍ پکې ترسره شوي دي او له جنګ پلو ډلو یې د سولې غوښتنه کړې ده.

پچیر اګام اوس امن ولسوالۍ ده

نږدې دوه کاله وړاندې پچیر اګام ولسوالۍ د ننګرهار په نا امنه ولسوالیو کې شمېر وه؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې دا ولسوالي د ولسونو په مرسته امن شوې ده.

اوس دې ولسوالۍ ته د مختلفو سیمو نه سیلانیان ورځي او د پچیراګام، له باغونو، غرونو، سیندونو، مېوو او منظرو له لیدلو خوند اخلي.

په دې ولسوالۍ کې اوس د کرکټ سیالیو ترڅنګ د والیبال سیالۍ ترسره کېږي او خلکو ته دا پېغام ورکوي، چې د ولس په همکارۍ سره کېدای شي، چې سیمې امن شي او خوشحاله ژوند پکې ولري.

که د پچیر اګام د وګړو په څېر د خوګیاڼو، شېرزادو او حصارک خلک هم خپلو سیمو ته توجه وکړي، دولت ولس ته او ولس دولت ته لاس ورکړي، نو تر ډېره پورې سیمې بشپړې امن کېدای او د خلکو ژوند له خوښیو ډکېدای شي.

 




وروستي مطالب