بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

برون فکنی، په خپل ژوند کې څنګه مثبت بدلون راولو؟

Young woman enjoying canola field in sunlight.
لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

‌له عقدو، رواني او روحي فشارونو څخه د خلاصېدلو لپاره برون فکني له اړتیاوو څخه ده. د برون فکني روشونه باید زده کړل شي چې ځینو ته یې په لنډ ډول اشاره کوو.

۱- د اړتیا پر وخت باید خپل فکر نورو ته ووایو، که داسې نشي هغوی د خپل تصور پر بنسټ موږ سره چلند کوي او یا به مو په خپل فکر قضاوت وکړي. باید خپل دردونه له دلیل سره ووایو حتا اړتیا نشته چې مقابل لوری قانع کړو. د بیلګې په ډول د نارینه‌وو له عاداتو څخه دا دي چې تل ځان قوي شجاع او پیاوړی معرفي کوي، دا خبر د دې لامل کېږي چې ښځینه هم دوی د زورګویه او نامنطقي موجود په حیث وپېژني.

۲- د خپلې خندا او ژړا مخه ونه نیسو. انسان باید د خپلو احساساتو مخه ونه نیسي. دا احساسات په وخت یې او پوره په مناسبه شرایطو کې ښکاره کړو. نارینه له ژړلو څخه کرکه کوي او دا د هغوی له تېروتنو څخه دي.

هغه څوک چې ونشي کولای ښه وژاړي نشي کولای چې ښه وخاندي. ښځې او ماشومان ځکه چې ښه ژاړي د همدې خبرې لپاره کولای شي چې ښه وخاندي ځکه د خپلو احساساتو مخنیوی نه کوي.

۳- که داسې غوسه ولرو چې سرکوب کړي مو وي دا ډول غوسې باید په ښه ډول یې وپېژنو او د مناسبه او ځانګړو اعمالو په تجسم دا غوسې برون فکني کړو. که داسې ونه شي د رواني فشارونو لامل به شي. دا فشار د ژوند تر پایه د انسان په ذهن کې پاتې کېږي چې د هغه روح او روان د فشار لاندې راولي او حتا د جسمي ناروغیو د منځته راتللو لامل هم کېدای شي.

۴- باید له ظاهر جوړونې څخه ډډه وشي او په منطقي ډول خپل دننني احساسات نورو ته اعلام او ښکاره کړو. که داسې ونه کړو دا نه ویل شوي احساسات د وجود دننه په شخړو بدلېږي او دا شخړې کېدای شي د وخت په تېریدو په عادت بدلې شي د ناروغۍ بڼه غوره کړي او روحي رواني او جسمي انرژي بې ځایه مصرف کړي.

باید کوښښ وکړو چې خپل اعمال او افکار په ښه ډول غوره کړو، دا کار کېدای شي موږ ته د یوه نوي شي تجربه راکړي، حتا هغه ډول مو چې زړه غواړي په خپل ژوند کې بدلون راولو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ