خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا له نړۍ

سینېگال: کب‌نیوونکو کې ناپېژندل شوې ناروغي خپره شوې

ژباړه: عایشه حیدري

د سینېگال کب نیوونکي د پوستکي په یوې بې سارې او ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي.

د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د Dacar Actu محلي ورځپاڼې څخه په نقل، د سینگال په لوېدیځ کې له سلو تنو څخه زیات کب‌نیونکو د پوستکي په ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي.

په یادو ناروغانو کې د دغې ناروغۍ لامل د کورونا شدت ښودل شوی دی. دغه ناورغان د پوستکي له بثوارث سره لاس او ګریوان دي. ويل کېږي چې د دغې ناروغۍ سرچینه ازاد سیندونه دي، ځکه یوازې هغه کب‌نیونکي چې د سینېګال د پلازمېنې د ريوفیسک او مبور ته نېږدې سیند ته د کب نیولو لپاره تللي وو، په دغې ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي.

ټولو هغو ناروغانو چې دغه ناروغي درلوده د ريوفیسک په لوبغالي کې بستر شوي دي. تر دې مهاله د سینېگال چارواکو د دغې ناپېژندونکې ناروغۍ له کبله هېڅ مړینه نه ده اعلان کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ