د تخمدانونو د کیست د له منځه وړو لپاره مناسب طبي بوټي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
تخمدان څنګه کیست جوړوي؟ مېرمنو کې مهم علت د تخمدانونو د کیست جوړېدو په څه کې دی؟ کومې کورنۍ لارې چارې د دې کیستونو د له منځه وړلو لپاره شتون لري؟ د سونو ګرافۍ او بعضې فزيکي معایناتو په واسطه د کیست نوع او ځای مشخص کړئ او د طبیعي درملو او کورنۍ لارو چارو سره دا ستونزه لرې کړئ، تشویش مه کوئ اکثرآ د تخمدانونو کیست له جراحي عمل پرته د درملنې وړ ده.
په یوناني طب سره د کیست درملنه
د تخمدان کیست یو له عامو ناروغیو ده چې نن ورځ د ځینو خوړو د مصرف په نتیجه کې په یوې صنعتي عارضې بدله شوې ده.
د سنتي طب یو څېړونکې حيدري په دې اړه وایي: دا یوه عامه ناروغي ده چې نن ورځ د ځینو خوړو د مصرف په نتیجه کې په یوې صنعتي عارضې بدله شوې ده.
حیدري وړاندې وایي: د زیاتو غوړو مصرف، د سوړ طبعیته خوړو استفاده، د زیاتو یخو اوبو مصرف او د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې حمام کول، د دې کیستونو باعث ګرځي.
حیدري د تخمدانونو د کیست په درملنه کې د ګرم طبع لرونکو بوټو په اغيز ټینګار کوي: د بابونې، زیرفون او زنجبیلو جوشانده د ۴۵ ورځو لپاره مخکې له خوبه ډېر ګټور دي، البته د وینې په فشار اخته کسانو ته نه توصیه کېږي، همدارنګه د (ویتاګوس) قطره او د بومادران جوش شوې اوبه د ۳۰ څخه تر ۴۵ ورځو پورې ګټه لري.
حیدري وویل: د رازیانې چای د ۱۵ ورځو په دوران کې تاثير لري. البته د دې درملو له حده ډېره کارونه د استروجن د لوړ حجم په درلودلو سره د کیست د بدوالي او چاغښت لامل ګرځي. ګرم مزاج لرونکي دې له مستو او آوېشن سره یو ځای نوش جان کړي. همدارنګه کونځلې او د شاتو مخلوط ډېر تاثير لري.
حیدري زیاته کړه: په کیمیاوي طب کې د تخمدان د سندروم او پولی کیستیک لپاره د اومیندوارۍ ضد تابلیت توصیه کېږي چې د چاغوالي او ژور خفګان لامل کېږي.
حیدري د کیستونو په مخنیوي او درملنه کې په ورزش کولو ټینګار وکړ: د هغه فعالیتونو ترسره کول چې د خېټې د ګرمېدو لامل ګرځي لکه اوږده کېناستل او د نس لاندې عضلات ماساژ کول د کیست له جوړېدو مخنیوی کوي.
دا څېړونکې زیاتوي چې چاغ خلک ډېر په دې ناروغۍ اخته کېږي، نوموړی وایي د میاشتنۍ ناروغۍ بې نظمي، د وزن زیاتوالی، د سپوخ دردونه او باد د تخمدان د پولي کیستیک علامه ده چې نه درملنه یي د بی اولادۍ او حاد حالت کې د تخمدان د سرطان سبب ګرځي.
حیدري په پای کې وايي: د یخ او نا مشبوع شویو خوړو له حده زیات مصرف لکه: کله پاچه، د غوا غوښه، کچالو، سره رومیان، هندواڼه، سرکه، پاستیل، د لیمو جوهر، یخې اوبه، نوشابې، شریني، چپس او پفک د کیست په جوړېدو کې رول لري.
سرچینه: خبر داغ

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.