روغه سټه

د لرغونو مصریانو په طریقه د تخمدانونو ټنبلي لرې کړئ

ژباړه: نسیمه محمدي

په مېرمنوکې یوه پېژندل شوې ناروغي د تخمدانونو سندروم(Poly cystic Ovarian Syndrome) په اصطلاح د تخمدانونو ټنبلي ده.

images (1).jpg

د دې ناروغۍ له نښو نښانو د وزن ډېرښت، نا منظم میاشتنی عادت، شنډ توب، چاغښت په ځانګړې توګه د نس شاوخوا، د مېتابولیک سندروم ښکارېدل، دیابت، د زړه ناروغي، د دانو پيدا کېدل او په مخ د اضافي وېښتانو وده ده، همدارنګه د وېښتو ډېر تویېدل د دې ناروغۍ له امله رامنځته کېږي.

د دې ناروغۍ اصلي لامل تر اوسه څرګند نه دی، خو کارپوهان بېلابېل لاملونه له هغې ډلې جنېتک، په ځنډ واده کول، ناسم خوړنیز رژیم، د فسټ فوډ خوړل او د خوږو خوړو خوړل یادوي.

د تخمدانونو د ټنبلۍ درملنې لپاره بېلابېلې لارې چارې شته. چې له جملې یې دوایي درملنه، جراحي، د خوړنیز رژیم اصلاح او د اندام تناسب او همدارنګه د ځینو خوراکي توکو مصرف یادولای شو.

د ګټورو خوراکونو څخه د کتان تخم Flaxseed دی. دا خوړنیزه ماده له مغذي موادو بډایه ده او د لرغونو مصریانو په دوره کې د ښځینه ناروغیو چې هورموني سر چینه یې درلوده استفاده شوې.

images (2).jpg

د هورمونونو د تعدیل سر بېره د نارینه هورمون د تولید څخه مخنیوی، چې په ښځینه ووکې د وېښتو تویېدو لامل ګرځي، نو څېړنو ښودلې چې دا خوراکي ماده کولای شي په پروستات ناروغۍ اخته نارینه ترې ګټه واخلي؛ د کتان تخم په لوړه کچه فېیر، د امګا ۳ غوړ اسید او د بدن لپاره یو ضروري امینو اسید د لېګنان په نامه لري.

د تخمدانونو د ټنبلۍ د درملنې لپاره کېمیاوي درملنه د ځینو جانبي عوارضو لکه سر درد، سر ګنسي، نس درد، د معدې باد، د زړه بدېدل، استفراغ، د زړه درد او د پښتورګو فعالیت د اختلال لامل کېږي، همدارنګه ځینې مېرمنې د هورموني درملنې له منع سره مخ دي په دې دلیل چې د سینې سرطان مخینه په وجود کې، د رحم او تخمدانونو سرطان په لومړۍ درجه کې دي او نشي کولای له دوا کار واخلي؛ له همدې امله د خوړو مهال وېش اصلاح کول تر ډېره د دې ناروغۍ او علایمو د کمښت لامل ګرځي.

کار پوهان هغه شمېر مېرمنو ته چې په دې ناروغۍ اخته دي توصیه کوي له بډایه او په لوړه کچه پروتین لرونکو خوړو، کم لبنیات، کم غوړ، غنم او کم کاربوهایدرېت او زیاتې مېوې او سبزۍ ګټه واخلي، تر څو د ناروغۍ علایم کم شي.

د امګا ۳ غوړ اسید خوراکونه لکه د کتان تخم او چهارمغز د التهاب د کمېدو او د وینې د قند د ثابت پاتې کېدو لامل ګرځي او په دې ډول د تخمدانونو د ناروغۍ د پرمختګ د مخنیوي سبب ګرځي په همدې لامل د دې خوړو خوړل باید خپل مهال وېش کې زیات کړئ.

د لېګنان درلودونکي خواړه لکه د کتان تخم د فیتو استروجن یا په ښکاره د ګیاهي استروجن لرونکي دي، چې له خوړو وروسته د وینې په جریان کې جذبېږي او همدارنګه د ټنبل تخمدانونو ناروغانو کې هورموني تعادل رامنځته کوي.

د تخمدانونو د ټنبلۍ د ناروغۍ له امله د نارینه هورمونونو ( استروجن) کچه په مېرمنو کې زیاتېږي او د ناروغۍ لامل ګرځي.

د کتان تخم کولای شي د بدن څخه اضافي تستوسترون لرې او په دې ډول ناروغي ښه والی مومي.

د دوک پوهنتون کارپوهان، د تخمدانونو د ټنبلۍ په ناروغۍ اخته ناروغانو په یو آزمایښت کې، هغوی ته هره ورځ ۳ ګرامه د کتان تخم ورکول او د بدن هورمونونو کچه یې ټاکله.

د څو میاشتو منظم مصرف وروسته د هورمونونو د کچې د تنظیم او د انسولین هورمون تولید کچه ډېرېدلو تر څنګ، مېرمنو خپل اضافه وزن هم له لاسه ورکړل او د اندام تناسب یې هم جوړ شوی وو.

د کتان تخم کولای شو په څو طریقو استعمال کړو لکه د سالاد پر مخ، مستې یا د خوړو سره یو ځای وخوړل شي. کارپوهان سپارښتنه کوي باید د کتان تخم په تازه ډول وخوړل شي، تر څو یې فوق العاده اغېز څخه برخمن شئ.

د دې ټولو ګڼو ګټو سره، سره کارپوهان مېرمنو ته لارښوونه کوي د ګټې اخېستلو لپاره د دې مغذي مادې په اړه له خپل روغتیا پال سره مشوره وکړي او په خپل سر ترې ډډه وشي په تېره بیا چې د دوا په بڼه وي.

د کتان تخم خوړل په درې تر څلورو میاشتو پورې موده کې په هورمون ثابت اغېز لري او نشئ کولای د څو ورځو مصرف سره د چټک او ژر اغېز هیله ولرئ.

سرچینه: فرتاک نیوز

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.