Advertisements
ټولنیز ژوند خوندیتوب له نړۍ

په ناروي کې تېر کال هیڅ ماشوم ترافیکي پېښه کې نه دی وژل شوی

لیکنه: ياران

د لومړي ځل لپاره په ټول ناروي کې په 2019 م کال کې په هیڅ ترافیکي پېښه کې ماشومان یې داسې څوک چې عمر یې له 16 کلنۍ کم وي نه دي وژل شوي.

د ناروي رسمي شمیرې ښيي چې ددې هیواد په پلازمینه اوسلو کې په 2019 م کال کې یوازې یو کس په ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

البته په دې هیواد کې په مجموعي توګه په 2019 م کال کې 110 تنه لویان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.

یوې ځايي رسنۍ راپور ورکړی چې په ناوري کې وړم کال یعنې په 2017 م کال کې یوازې درې کسان په ترافیکو پېښو کې وژل شوي وو. چې د نړۍ په کچ د خلکو نفوس ته په پام د په ترافیکي پېښو کې مرګ ژوبلې تر ټولو کم شمیر دی.

د ناروي د عمومي لارو د ادارې شمیرې ښيي چې د اوسلو ښار په واټونو په تیرو پنځوس کلونو کې سره له دې چې موټر او ګڼه ګوڼه زیاته شوې خو د ترافیکي پېښو پرمهال د مرګ ژوبلې شمیره په شدت پرلپسې راکمه شوې ده. په 1975 م کال کې اوسلو کې 41 کسان ترافیکي پېښو کې وژل شوي و ، خو دا شمیره اوس یو کس ته رارسیدلي. د خلکو له خوا د ترافیکي قوانینو مراعت او د ترافیک مامورینو څار په دې ښار کې د ترافیکې پېښو او په کې د مرګ ژوبلې د داسې کمي مهم سببونه بلل کیږي.

تر سږني کال هم په ناروي کې 2017 کال د ترافیکي پېښو له پلوه ډیر خوندي و. په دې هیواد کې په 2017 م کال کې ترافیکې پېښې د بل هر اروپايي هیواد په مقایسه کمې او د یو میلون نفوسو پر سر، ټول کال کې یوازې شل ترافیکې پېښې ثبت شوې چې په نړۍ کې د ترافیکې پېښو تر ټولو کم شمیر دی.

لندن ښار بیا د ترافیکي پېښو له کبله د اوسلو په څیر خوندي نه وو. دغلته په 2019 م کال کې د لندن پر واټونو په ترافیکي پېښو کې د وژل شویو کسان شمیر 126 کسانو ته ورسید.

که څه بریتانیا د ترافیکي پېښو له کبله د اروپايي ټولنې له مصونو هېوادونو ګڼل کیږي، خو په 2019 م کال کې په کې د یو میلون وګړو پر سر 30 تنه ترافیکي پېښو کې وژل شوي.

د ترافیکي پېښو د مصونیت له پلوه د اروپايي ټولنې تر ټولو خطرناک هېوادونه تیر کال بلغاریا او رومانیا وو. دې هیواد کې د یو میلون وګړو پر سر په 2019 م کال کې 90 کسان ت ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.

په 2002 م کال کې ناروي د 2018 او 2019 م کلونو لپاره په دې هیواد کې د ترافیکي پېښو پر مهال د صفر مرګ ژوبلې پلان ټاکلی و. ناروي هڅه کوي د لارو او سړوکونو او پرې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره داسې سیستمونه عملي کړي چې په حادثاتو کې هیڅوک مړ او یا سخت ټپي نه شي.

دا هیواد که څه هم صفر مرګ ژوبلې ته لا نه دی رسیدلی خو وتوانیده چې د ترافیکي پېښو له کبله په نړۍ کې تر ټولو کمې مرګ ژوبلې ثبت کړي.

ناروي پر خپلو سړکونو متوسط سرعت راکم کړی او مارکیټ ته یې داسې موټر وارد کړي چې د خوندیتوب ډیرې اسانتیاوې لري.

همدارنګه په اوسلو کې ښاروالۍ هغه ساحې زیاتې کړې چې په کې په موټر چلولو بندیز دی. دغلته یې د بایسکلونو لپاره ځانګړې لارې او شبکې جوړې کړې او خلک یې وهڅول چې د څلور ټایرونو پر ځای په دوو ټایرونو وګرځي.

په ترافیکي پېښو کې د صفر مرګ ژوبلی ته د رسیدو لیدلوری هغه څه دي چې ګڼو نورو اروپايي هیوادونو هم تصویب کړی او باور لري چې په راتلونکو لس کلونو کې به د اروپا پر سړکونو د ترافیکي پېښو له کبله مرګ ژوبله صفر ته راکمه کړی شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران