د اسامه بن لادن ليک: له مرګ وړاندې يې خپلې مېرمنې ته څه ليکلي وو؟

راپور: نسيمه محمدي
مېرمنې ته د اسامه بن لادن ليکونه، د ده په اړه د ژوند په وروستيو کې جالب رازونه لري.
د هندوستان ټايمز ورځپاڼې په حواله، اسامه بن لادن د امريکايي ځواکونو له لوري تر وژل کېدلو وړاندې، قصد درلود په ايبټ آباد کې د خپل امن کور څخه وکوچېږي. نوموړي په يوه ليک کې خپلې مېرمنې ته ليکلي، چې په انزوا/ ګوښه‌توب کې له ژوند کولو ستړى شوى او شايد د تللو وخت رارسېدلى وي. په ليک کې دوو پاکستانې وګړو ته په اشارې چې هغوى ته يې اجازه ورکړې وه، او له بهر نړۍ سره د اسامه د اړيکې لارې وې، راغلي دي:

“زه فکر کوم چې هغوى پرېږدم، خو د بل استوګن‌ځاى برابرول چې تاسې، حمزه او مېرمن يې وکولاى شي، له موږ سره يو ځاى شي، څو مياشتې وخت نيسي. زه له تاسې بښنه غواړم، هيله لرم شرايط درک کړٸ او دعا کوٸ چې خداى ج بيا ليدل اسان کړي، ان شاءالله.”

له شپږو مياشتو په لږ وخت کې د ليک ليکو وړاندې د ٢٠١١م په مۍ مياشت کې، امريکايي ځواکونه ايبټ اباد ته لاړل، اسامه بن لادن او دوه پاکستاني کوربانه يې ووژل.
اسامه په دغو ليکونو کې ويلي چې غواړي له کورنۍ سره يوځاى شي، خو دا وړانديز يې د ابو احمد الکويټي او ورور له خوا يې چې د ده د ساتنې مسووليت يې په غاړه درلود، رد شوى دى.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ