روزګانیانو د سولي په موخه سپورټي سیالۍ پيل کړې

د تیرې سې شنبې په ورځ د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د کرکیټ، فوټبال او والیبال سیالۍ پيل سوې، چي شاوخوا دوې اونۍ به دوام وکړي.
د فوټبال، کرکیټ او والیبال دا ټورنمنتونه (رزوګاني ولسونه سوله غواړي) په نوم په دې ولایت کي رسما د پټۍ په پرې کولو سره پېل سول.
ددې سیالیو د پېل په مراسمو کي ددې ولایت مرستیال والي، ورزشي مسئولینو، ځوانانو، مینوالو او ګڼ شمېر لوبغاړو ګډون کړی وو.
مرستیال والي عطاوالله فضلي ددې سیالیو په پیل کي وویل، چي د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت پیدا کول د سولي پر پروسه باندي ډېر مثبت تاثیر لري او لوبي په خاص ډول کرکټ په دې برخه کې ډېر ګټور ثابت سوی دئ.
هغه له ځوانانو څخه وغوښتل، چي د لوبو له لاري د سولي ږغ تر ښکیلو غاړو ورسوي.
د روزګان د ورزش او د بدني روزني آمر قدرت الله اُلفت هم دا ډول سیالۍ د سولي د پرمختګ لپاره ګټوري وبللې.
هغه زیاته کړه، چي په دې سیالیو کي ۱۶ د کرکیټ، ۱۵ د فوټبال او ۶ بیا د والیبال لوبډلي شتون لري.
د سیالیو د پيل په پروګرام کي یو شمېر ځوانانو او لوبغاړو هم د سولي په راتګ او جګړې پاي ته رسولو برخه کي دا ډول سیالۍ مهمي وبللې.
دوی د مسئولینو څخه د دې ډول نورو سیالیو غوښتنه وکړه.
روزګان په جنوب کي پروت هغه ولایت دی، چي زیاتي جګړې ځپلی او د همدې جګړې له امله پکښي ورزشي فعالیتونه ډېر کم ترسره کیږي.

ليکوال ته!

by حنیفه مومند ، کابل in ادبیات

هېڅکله هغه څه مه ليکه، چې نغواړې نور يې ولولي. د انسان فطرت داسې جوړ دى چې تل غواړي نور د دوى په ليکلو شاباسی ووايي، او دا احساس ورکړي، چې ښه ليکنه يې کړې ... نور ولولئ