افغانستان اقتصاد ژوند بڼه سرسکالو

ارزګان: د ۴۷کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوې؛ سړې خونې هم لري

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، سږکال په ارزګان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت دطرحې په اډانه کې ۷۲ بېلابېلي پروژې پلي کیږي چې، له دې ډلې د ۴۷پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.

د کرنې وزارت په همدې اړه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دوی له قوله ویلي چې د پاتې ۲۵ پروژو رغنيزې چارې هم ۹۵ سلنه بشپړشوې دي، چې ډېرژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس احمدشاه خیري وول چې، په یادو پروژو کې د کچالو پنځه او دپيازو ۵۰ زېرمتونونه، ۱۵د مېوو او سبو لمريز وچوونکي دستګاوې او دوه د مېوو صفر درجې سړې خونې شامل دي.

سرچینه زیاتوي؛ ددغو پروژو ټوليز لګښت ۳۰ميليونه ۷۹۳زره او ۲۵۲افغانۍ ده،چې ۹۰ سلنه يې دکرنې وزارت او لس سلنه نور يې برخمن شوي بزګران ورکوي.

ویل شوي؛ يادې پروژې د کرنیزو محصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ