ارزګان: پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې ووېشل شوې

راپور: بشر درویش
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسسس لمریز دستګاوې وېشل شوي دي.
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر احمدشاه خیري وویل، چې ددې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس د لمریزو د ستګاو د وېش ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانۍ ده، چې د هندوستان هېواد د «HICPD» موسسې په مالي همکارۍ پر مالدارو کورنیو وېشل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

«په وېشل شویو توکو کې هر مالدار ته یو پایه ۱۰۰ واټه لمریزه ښیښه، یو ۷۰ امپیر بټري، د شیدو د پروسس ۲۰ لیټره ماشین او نور اړین توکي شامل دي.»

افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي خیري له قوله وړاندې ویلي: تر دې وروسته به له یادو مرستو څخه برخمن شوي مالداران د خپل مالدارۍ محصولات په پاک او صفاډول پروسس کوي او بازارته به یې په ښه کیفیت وړاندې کوي.

هغه دغه راز وویل:

«ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لبنیاتو ټولنې هم جوړې شوي دي، چې د لبنیاتو د پروسس او بازارموندنې په برخه کې ډېر اغېزناک تمام شوي دي.»

په ورته وخت کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي مالداران د کرنې وزارت له هلو ځلو او مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د مالدارۍ د پراختیا په پار به لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

د پاملرنې زیاتیدل

افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره بريده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.

د کرنې وزارت ویلي؛ د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادي ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده.
ویل شوي؛ دغه وزارت د لبنیاتو د پراختیا د پروژو په لاره اچولو سره زرګونه کلیوالي کورنۍ د دغو پروژو تر چتر لاندې راوستي دي.
یاد وزارت زیاته کړې ده؛ د دغو پروژو اصلي موخه د شیدې د تولیداتو زیاتوالی د لبني موادو پروسس او دغو موادو ته د کوپراټیفونو او ټولنو له لارې مارکېټ پیداکول دي. په کور دننه د لبني موادو د پراختیا په پار د کرنې وزارت له خوا ګڼې پروژې پلي شوي او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.