ټولنیز ژوند کلتور او هنر

څیړنې: پېکی یا وربل د مخ پوستکي ته زیان لري

اعلان

ژباړه: مریم محمدي

د میرمنو په ښکلا کې ویښتان ډېره ونډه لري، د همدې لپاره يو شمېر نجونې خپل ویښتان په بېلابېلو شکلونو جوړوي، ځینې یې له مخ نه پورته کوي، خو ډېر یې بیا د پېکي یا هم چې ځینې خلک ورته وربل وايي، خوښونکي دي.

نوې څیرنې ثابتوي هغه نجونې چې پیکی پریږدي، د مخ پوستکي ته یې تاوان رسیږي.

په نیویارک کې د جلدي ډاکترانو تر سره شوې څیړنې ښودلې، په مخ پراته ویښتان د پوستکي ناروغۍ لامل کیږي.

د څیړنکو په وینا، د سر د پوستکي غوړ د همدې ویښتانو په وسیله د مخ پوستکې ته انتقالیږي.

هغه نجونې چې د وروځو په سر ګرد یا هم د چیرۍ په څیر پېکی قیچي کوي د سر د پوستکي غوړ یې مخ ته په اسانۍ رسیږي، چې همدا غوړ بیا د مخ د پوستکي کوچني سوري بندي، د داغ لامل کیږي، د مخ ګونځي ډيږي او د نورو جلدي ناروغیو سربېره په مخ یې ځوانکې پیدا کیږي.

دغه څیرنونکې ډله وايي هغه نارینه یا ځوانان چې د مخ پوستکی یې غوړ او ځواني دانې لري هغو هم له یادې ستونزې سره مخ کیږي.

دوی سپارښتنه کوي، که د پيکي خوښونکي یاست او غواړئ د پوستکي له ناروغیو هم خوندي اوسئ، نو داسې ويښتان قیچي کړئ چې تل په مخ پراته نه وي، همدارنګه هغه کسان چې اوربل لري لري خپل سر دې هر وخت ووینځي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل