ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

خوش بیني او خوب؛ مثبتې اغېزې یې دا دي

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د انسان وجود لکه د موټر ماشین داسې وګڼئ. هره پرزه او برخه یې پر یو بل اغېز لري او سره تړلي دي.

په دې برخه کې د انساني رواني صحت هم د زیات پام وړ دی. که څه هم ځینو ته دا هسې عادي مسئله ښکاري، خو واقعیت دا دی چې رواني روغتیا د انسان پر زیاتو کړوـ وړو او له هغې ډلې پر خوب خورا اغېزې لري.

په رواني روغتیا کې خوشبیني یو مهم اصل دی، چې انسان یې باید ولري.

دلته پر دې بحث کوو، چې خوشبیني د انسان پر خوب څومره او څنګه مثبتې اغېزې لري؟

ولې خوب؟

خوب هم ځینو ته کیدای شي عادي مسئله ښکاره شي، خو خوب عادي موضوع نه ده، د انسان پر ژوند د غوره خوب مثبتې او د ناغوره خوب منفي اغېزې بې حسابه دي.

خوب دی، چې انسان ته ارام او دمه ورکوي، منظموي یې او د خوب له زیانمنیدو سره بې شیمې، خوبولی، بې نظمه او بد حالت کې وي.

خو خوب هغه وخت منظم، خوندور او ارامه وي، چې کوونکی یې ارامه ذهن و فکر ولري.

له دې پرته سخته ده، چې څوک سم خوب وکړي او یا منظم او بې تشویشه ویده شي.

څنګه خوش بینه اوسوو؟

په دې اړه روان پوهانو یو شمېر سپارښتنې کړي، چې تر ټولو مهم یې دا دي:

ـ خوب ته منظم مهال وېش جوړ کړئ او تطبیق یې کړئ.

ـ په ټاکلي وخت د خوب ځای ته لاړشئ او په ټاکلي وخت، ان د رخصتۍ په ورځ بیرته را پاڅیږئ.

ـ یوازې د خوب لپاره بستره کې اوسئ، له هغې پرته په بستره کې وخت مه تېروئ.

ـ که کور کې زیاتې خونې لرئ، د خوب خونې نه یوازې د خوب لپاره کار واخلئ، نه چې مجلس، د تلویزون ننداره او هرڅه پکې وکړئ.

ـ خوب نه مخکې چای، قهوه، کولا، نیکوټین، الکول او نور خوب ورونکي شیان مه استعمالوئ.

ـ د سبا ورځې او کارونو په اړه چورت مه وهئ.

ـ فزیکي کارونه او ستړیاوې د خوب کیفیت له ښه کیدو سره مرسته کوي. که فزیکي کار نه لرئ، ورزش حتماً کوئ.

ـ که خوب نه درته، په تودو اوبو ولامبئ.

ـ د خوراک و څښاک وختونه مو معلوم او منظم مخته یوسئ.

ـ د خوب خونه مو باید ارامه او تیاره وي. که سړه وي، هم ښه ده.

ـ که خوب نه درته، بلې خونې ته لاړشئ او په یو بل کار بوخت شئ.

ـ د خوب له نیږدې کیدو سره تلویزون مه ګورئ، خو کتاب او ورځپاڼې لولئ، زر خوب درولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق