اپریل 23, 2021

علیپور ته د صالح غبرګون: ددې جنایت ترسره کوونکي باید سزا وویني

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د وروستي جنایت ترسره کوونکي باید سزا وویني.

نوموړي دا خبرې د علیپور غیرې مسووله او ناقانونه ډلې د هغه برید په غبرګون کې کړي چې د پوځ یوه چورلکه یې وویشته او څو افغان سرتیرو او پيلوټانو په کې ژوند بایلود.

صالح ویلي:

«په هغې شپه په بهسودو کې د هیچا خلاف پوځي عملیات نه وو پلان شوي. د څلورو پیلوټانو او د ځانګړو قطعاتو د پینځو منسوبینو وژنه یو ښکاره جنایت دی.»

هغه وړاندې ویلي، پر هیلیکوپتر ډزې هغه هم د شپې په تیاره کې مرموز جنایت دی.

پرون یو شمیر هزاره مشرانو د روانو عملیات مخالفت کړی او ویلي یې دي چې حکومت دې د علیپور پر ضد اقدامات ودروي.

د هغوی دې خبرو ته په غبرګون کې ښاغلي صالح ویلي چې دې جنایت ته قومي رنګ ورکول غلط او له ریښې بې اساسه کار دی.

هغه زیاته کړې:

«هیڅکله د هیواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د کوم قوم او سیمې پر ضد د اقدام ښکاره او پټ امر نه دی شوی. ما ټول پروګرام له نظره تیر کړی دی، د ځینو شهیدانو له کورنیو سره مې له نزدې ولیدل نه د فسبوک لپاره بلکه د ریښتینې غمرازۍ پخاطر. د شهیدانو له کورنیو سره زما لیدنې زما د کار له اساسي برخو څخه ده.»

د افغانستان حکومت وروسته له هغې تر سختو نیوکو لاندې راغی چې سملاسي یې یاد برید ته غبرګون ونه ښود.

اوس د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د علیپور پر ضد عملیات جریان لري او تر اوسه د علیپور شا او خوا ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دفاع وزارت ویلي چې د وروستۍ پیښې عاملین نه پریږدي او د قانون منګلو ته یې سپاري.

 

 

وروستي مطالب