خبریال: فضل الله فضلي
له څه باندي اوو میاشتو ځنډ وروسته د مسجدالنبوي دروازې د عامو خلګو پر مخ پرانیستل سوې.
سعودي عرب نن خبر ورکړ، چي د کرونا وبا له امله د لګول سوو بندیزونو د لیري کولو په لړ کي د مسجدالحرام د پرانیستلو وروسته د محمد (ص) د زیارت دروازې د عامو خلګو پر مخ خلاصي سوې.
عامو خلګو زیارت ته د ننوتلو پر مهال ژړلي او د خوښۍ اوښکي یې توی کړي.
د سعودي عرب مسلمانان اوس کولای سي، چي د عمرې ترڅنګ د وروستي پېغمبر (ص) زیارت هم اداء کړي.
تر اوسه سلګونو خلګو ته د زیارت اجازه ورکول سوې او دا شمېره په پرلپسې ډول پراخیږي.
زیارت کوونکي به د کرونا وبا پر وړاندي ټولي روغتیايي لاري چاري مراعتوي.
سعودي تېره میاشت د حرمینو شریفینو دروازې د عامو خلګو پر مخ پرانیستلې او زرګونو خلګو ته یې د عمرې اجازه ورکړل.
تېره ورځ د عمرې دوهمه مرحله هم پیل سول او دریمه مرحله د نوومبر پر لومړۍ نېټه پیلیږي.
په دریمه مرحله کي به د نړۍ مسلمانانو ته اجازه ورکول سي، چي د عمرې او زیارت په موخه سعودي ته ورسي.
د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري
Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي