اپریل 11, 2021

د امېندوارۍ پرمهال خوږو ته د اشتها لاملونه؛ ایا د نارینه ماشوم د زېږون نښه ده؟

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

په امېندوارۍ کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېدل په ډېرو ښځو کې ليدل کېږي. ځینې خلک داسې ګومان کوي چې دا به د ماشوم د جنسیت په ټاکنه کې اغېز ولري، ان تر دې چې ځینې خلک داسې فکر کوي چې که د امېندوارې ښځې ډېرو خوږو یا تروه خواړو ته زړه کېږي، نو ماشوم به یې هلک وي. په داسې حال کې چې علمي څېړنې په دې اړه بل څه وايي.
که غواړئ پوه شئ چې ولې د امېندوارو ښځو خوږو خوړو ته ډېر زړه کېږي، دغه لیکنه تر پایه ولولئ.
لومړی: د امیدوارۍ په لومړيو کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېډلو لامل څه ده؟
لکه څرنګه مو چې يادونه وکړه ډېر خلک داسې ګومان کوي که چېرې د امېندوارې ښځې زړه له حد نه ډېرو خوږو خوړو ته وشو، نو ماشوم به هلک وي. خو علمي څېړنې وايي چې دغه اشتها د هورمونونو له امله رامنځته کېږي. د امېندوارۍ په دوران کې د ښځو د بدن هورمونونه ډېر بدلون مومي. په دغه دوران کې د پروجسټرون او اسټروژن هورمونونه لږ او ډېرېږي. له همدې امله د خوړو په عاداتو کې د بدلون لامل کېږي. د بېلګې په ډول کېدای شي ډېرې ښځې د امېندوارۍ په دوران کې له هغو خوړو مخ واړوي چې پخوا یې د خوښې وړ خواړه وو. حتا کېدای شي د دغو خوړو بوی هم امېندوارۍ په دوران کې د دوی د استفراغ لامل شي.
په امیدوارۍ کې خوږو ته د اشتها ډېرېډلو يو بل لامل د بویولو (شامعې) حس ډېروالی او د مزې څکلو (ذایقې) حس بدلون دی، په دغه دوران کې ښځې د بویولو (شامعې) حس، پياوړی کېږي، له همدې کبله ځينو خوړو ته یې له پخوا څخه ډېر زړه کېږي.

دویم: په امېندوارۍ کې د خوږو اشتها او د جنین جنسیت

کله کله د ځینو خوراکي توکو کمښت د امیدوارو ښځو په بدن کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېډلو لامل کېږي. په بدن کې د اوبو کمښت هم یو له هغو لاملونو څخه دی چې په عادي خلکو کې هم د خوږو خوړو د اشتها ډېرېډلو لامل کېږي. په امېندوارو ښځو کې هم همدغه لامل کېدای شي خوږو خوړو ته د اشتها د ډېرېدو لامل شي.
که په رښتیني ډول وغواړو چې د خوږو خوړو او د جنین د جنسیت د اړیکې په تړاو وغږېږو نو باید ووایو چې د ماشوم جنسیت له خوږو خوړو سره هېڅ تړاو نه لري او د امېندوارو ښځو خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېډلو لامل د هغوی په بدن کې د خوراکي توکو کمښت دی.

درېیم: په بدن کې د پروټين د کچې کمښت

په امېندوارۍ کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېډلو یو لامل په بدن کې د پروټين کموالی دی. ډېری ښځې د ډول ډول غوښو لکه د چرګ غوښې او لبنیاتو د نه خوړلو له امله د امېندوارۍ په دوران کې د پروټين له کمښت سره مخ کېږي. کله چې د پروټين کچه په بدن کې را ښکته شي، د وينې د قند د لوړوالي لامل کېږي. له همدې امله د امېندوارۍ په دوران کې د ښځو اشتها خوږو خوړو ته ډېرېږي.

څلورم: له تروه (مالګین) خوړو څخه ګټه اخیستنه

د امېندوارۍ په دوران کې خوږو خوړو ته د اشتها د ډېرېدلو یو بل لامل له حد نه زیات د تروه او مالګینو خوړو خوراک دی. که د بدن د سوډیم کچه لوړه شي، په وينه کې د ګلوکوز اغیز له منځه وړي. په پای کې په بدن کې د خوږو خوړو د کمښت احساس رامنځته کېږي. له همدې امله زموږ یو ټینګار دا دی چې که د امېندوارۍ پر مهال مو تروه خوړو ته اشتها هم درلوده، د ډېرې مالګې له خوړلو ډډه وکړئ، ځکه چې د مالګې خوړل په خپله خوږو خوړو ته اشتها د ډېرېدلو لامل کېږي.

پنځم: د بدن د اوبو کمښت او خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېدل

په امېندوارۍ کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېډلو یو بل لامل په بدن کې د اوبو کمښت دی. په منځنۍ ډول يوه امېندواره ښځه باید د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه اوه ګیلاسه اوبو وڅښي. د اوبو دغه کچه په وزن او قد پورې هم تړلې ده. د بدن د اوبو د کمښت د ښکاره کولو لپاره تر ټولو غوره لار د ادرار رنګ ته پاملرنه ده. که د ادرار رنګ ژېړ و، په بدن کی د اوبو د کمښت نښه ده. نو کېدای شي خوږو خوړو ته د اشتها د ډېرېدلو یو لامل وي.
په پای کې باید یادونه وکړو چې د خوږو خوړو خوړل د دې ترڅنګ چې د ماشوم له جنسیت سره هېڅ تړاو نه لري، د جنین روغتیا هم له ډېرو ستونزو سره مخ کولای شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

لیکوال: بشر درویش - برخه : افغانستان

Advertisements ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې ... نور ولولئ