اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

انټرنیټي پېر و پلور؛ دا شیان ترې واخلئ، دا مه اخلئ

لیکنه: صادق طارق

انلاین پېرو پلور نن په نړیواله کچه یو ورځینی کار ګرځیدلی او زیات خلک د اسانتیا لپاره له انټرنیټ څخه ډېر شیان پېري.

په وروستیو کلونو کې دا مسئله په افغانستان کې هم عامه شوې ده او زیات خلک په انلاین بڼه د خپلې اړتیا وړ شیان پیري.

دلته یو شمېر هغه توکي در پېژنو، چې په انټرنیټ یې اخیستل نه دي په کار.

کوم توکي واخلو؟

ځینې شیان چې مشخصات یې اسانه او د كیفیت په اړه یې ډېره ستونزه نه وي، کیدای شي د اسانتیا او وخت د سپما لپاره پر انټرنیټ واخلئ.

مثلاً: د ماشومانو د لوبو وسایل، تلویزون، توشکې او نور.

همدا شان ځینې نور توکي، چې ورباندې تاریخ، د تولید ځای او نور مشخصات لیکل شوي وي، ان تر بیې پورې، کیدای شي په انټرنیټ واخلئ او کیفیت نه یې مطمین اوسئ.

څه وانخلو؟

ډېر داسې شیان شته، چې په انټرنیټي ډول یې اخیستل ښه نه دي.

دلته به د دغو شیانو یو شمېر مهم هغه یې در وپېژنو تر څو په اخیستلو کې یې احتیاط وکړئ.

د کور سامان

د کور زیات داسې شیان شته، چې په انټرنیټ یې اخیستل نه دي په کار.

مثلاً: فرش، قالین، دروازه، د خوب تخت او نور، چې نه د تولیدونکي شرکت کوم لیبل ورباندې وي او نه یې د بیې او کیفیت له اړخه سم مطمین کیدای شئ.

د دې ترڅنګ د جامو وینځلو ماشین، یخچال او نور ورته توکي هم په انټرنیټ مه پېرئ.

موټر هم مه اخلئ

په وروستیو کې ځینو انلاین پلورنځیو په افغانستان کې هم د موټرو پېر و پلور شروع کړی.

د موټرو په اړه پوهیږئ، چې هر چېرته او بیا په افغانستان کې خو بیخي زیاتې ترافیکي پېښې کوي.

له دې کبله حتمي ده، چې اکثره په انټرنیټ خرڅیدونکي موټر بې عیبه نه دي.

تاسې پوره پام وکړئ، چې موټرې په انلاین ډول وانخلئ، ځکه تر هغې چې مو خپله څو ځله ازمویلی نه وي او چلولی مو نه وي، باور نه شئ ورباندې کولای.

لباس اخیستو سره پام کوئ

که څه هم په وروستیو کې د لباسونو د تولید کمپنیو د لباسونو د اندازه کولو اسانتیا هم برابره کړې او بشپړو جزیاتو سره لباسونه تولیدوي او انلاین پلورونکي یې هماغه جزیات خپروي.

خو بیا هم په انلاین ډول له لباس اخیستو سره زیات پام کوئ.

ځکه هرڅومره چې یوه اندازه درته وړاندې شوې وي، بیا هم کیدای شي ستاسې وجود سره یو لباس پوره جوړ رانه شي او بیا پرې پښېمانه یئ.

ماهیان هم مه اخلئ

ځینې خلک زینتي ماهیان هم په انلاین ډول پلوري او نور یې اخلي.

خو تاسې دا کار مه کوئ.

دغه ماهیان په هغه ډول چې تاسې غواړئ، په لاس نه درځي.

داسې شیان باید له شناخته او اعتباري پلورونکو څخه واخلئ، تر اخیستو مخکې یې ښه وارزوئ او بیا پیسې پرې ورکړئ.

هنري محصولات هم مه اخلئ

په انلاین ډول د هنري محصولاتو لکه: نقاشیو او نورو پېرل هم ښه نه دي.

په دې برخه کې که درغلي درسره ونه شي، امکان لري په ذوق برابر شی په لاس درنه شي.

نو ښه ده چې هنري محصولات هم په انلاین ډول ونه پېرئ.

تازه محصولات هم مه پېرئ

تازه محصولات لکه: مېوه، سبزیجات، غوښه او نور هم په انلاین ډول مه پېرئ.

دا توکي باید اصولاً په خاصو شرایطو کې وساتل شي، څو خراب نه شي او کیفیت ته یې تاوان ونه رسیږي.

تاسې په انلاین ډول د دې محصولاتو له پېرلو سره مطمین نه یاست، چې پلورونکي کوم ډول ساتل، څومره تازه او با کیفیته دي؟

نوښه ده چې دا توکي خپله په دوکانونو کې وپېرئ.

جواهرات هم مه پېرئ

په انلاین ډول د جواهراتو پېرل هم ښه نه دي.

زیات امکان لري، چې ستاسې په ذوق برابر، با کیفیته او مطمین جواهرات په دا ډول پېرلو کې ترلاسه نه کړئ.

نو غوره ده، چې د جواهراتو په پېرلو کې هم پوره احتیاط نه کار واخلئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق